BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:36 گرينويچ 2007 ,02 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا وزارت:پر پوډري شيدو به بنديز ولگو

ماشومان
دده په وينا دغه شيدې يوازې په لومړيو شپږ مياشتو کې د ماشوم د ذهني ، جسمي او نورې پياړتيا لامل گرځي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي ډير ژر به داسې قانون په افغانستان کې رامنځته شي چې د مور د شيدو پر ځاى به ماشوم ته د پوډري شيدو او نورو خوړو پر ورکولو بنديز ولگوي .

خو ډيرى کارپوهان وايي چې دغه قانون به ستونزې هم رامنځته کړي .

د افغانستان عامې روغتيا وزيرسيد امين فاطمي د مورپر شيدو د ماشوم د تغذې د نړيوالې اونۍ په وياړ خبرې کولې .

ده وويل که ماشوم ته د مور شيدې په ښه ډول ورکړل شي هر کال به په افغانستان کې له څلويښتو څخه تر پنځوسو پورې ماشومان له مړينې وژغورل شي.

حنان حبيبزى له کابله راپور راکوي :

د شميرو له مخې د افغانستان ٩٥ په سلو کې ميندې خپلو ماشومانو ته خپلې شيدې ورکوي .

خو ډيرى نالوستې ميندې په سم ډول ماشوم ته دغه شيدې نه ورکوي .

سيد امين فاطمي دا يوه ټولينزه او روغتيايي مساله وبلله چې دده په وينا له پنځه کلنۍ څخه د کم عمرو ماشومانو د مړينې لامل گرځي .

ده په کابل کې د مور له شيدو د ماشومام د تغذې د اونۍ د لمانځلو په وياړ خبرې کولې .

د روغتيا وزير د ماشوم له زيږيدو سم لاسي وروسته ماشوم ته د مور د شيدو ورکړه د بشپړ واکسين په توگه ياده کړه او وېويل چې په داسې شيبه کې د ورگو ورکړه ٢٢ په سلو کې د ماشومانو له مړينې مخنيوى کوي .

دده په وينا دغه شيدې يوازې په لومړيو شپږ مياشتو کې د ماشوم د ذهني ، جسمي او نورې پياړتيا لامل گرځي .

خو په افغانستان کې ډيرې ميندې له زيږون وروسته هغه شيدې چې ورگه بلل کيږي ليرې غورځوي او ماشومانو ته نورخواړه لکه کوچ او چاى ورکوي .

دافغانستان په بازارونو کې پوډري شيدې هم لږې نه دي .ډيرى ميندې دغه ډول شيدې هم خپلو ماشومانو ته ورکوي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دغه ډول خواړه د ماشومانو د بې وخته مړينې يو لامل وباله .

سيد امين فاطمي وويل ډير زر به د يو قانون د رامنځته کولو له لارې د دغه ډول شيدو پر خرڅلاو بنديز ولگول شي .

خو دا څرگنده نه ده چې ددغو شيدو پر ځاى به څه ډول خواړه د ماشومانو د تغذې لپاره وړاندې کيږي .

ملگري ملتونه وايي چې د مور شيدې نه يوازې اقتصادي مرسته کوي بلکې چمتو شوي خواړه دي .
افغانستان دزيږون پر وخت د ميندو د مړينې لويه شيمره لري .

دروغتيا وزارت له مخې پر هرو سل زروميندو کې ١٦٠٠ ژوند له لاسه ورکوي .
که د پوډري شيدو پر خرڅلاو بنديز ولگول شي نو ددغو ميندو ماشومان به خواړه له کومه کړي ؟

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت