|
پر ماشومانو د زورزياتي يو نړيوال جال وشکيد | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په برتيانيا کې پوليسو يوه نړيواله ډله له منځه وړې ده چې د اېنټر نيټ له لارې يې ماشومان پيدا کول او جنسي تيرى يې پرې کاوو . دا ډله د يوې کړۍ په څير د نړۍ په ٣٥ هيوادونو کې فعاله وه او پر ماشومانو يې له جنسي زورزياتي څخه کار اخيسته . دوى په اېنټرنيټ کې يو (( چيټ روم )) يا د خبرو خونه پرانيسته او بيا يې د ډلې فعاليت ته پرمختيا ورکړه . دپلټونکو ادارو له ٧٠٠ تنو سره خبرې کړي چې ددغې ډلې غړي دي چې څه له پاسه ٢٠٠ تنه يې په برتانيا کې فعاليت کوي . ددغې ډلې مشري يو ٢٨ کلن سړي ټموتي کاکس کوله چې اوس د پوليسو په قبضه کې دى اود نهه ورته پيښو مسوليت يې په غاړه اخيستى دى . د انگلستان د اپسوېچ په سيمه کې محکمې نوموړي ته د سزا د اورولو پر وخت وويل چې د هغو ماشومانو له انځورونو سره مينه لري چې د جنسي تيري ښکار گرځيدلي وي . ټموتي کاکس داسې ويبپاڼه چلوله چې له لارې يې هغو کسانو چې د ماشومانو پر جنسي ځورونه بوخت دي په اسانۍ کولى شول چې دځپل شو ماشومانو انځورونه يو بل ته وليږي . نورو عامو خلکو هم ددې ويبپاڼې لارې دا کار کولى شو. د نوموړي له کمپيوټر څخه د هغو ماشومانو ٧٥٠٠٠ انځورونه لاسته راغلي دي چې جنسي تيرى پرې شوى دى . ښاغلي کاکس دا ومنله چې دغه ډول انځورونه يې ساتلي او نورو خلکو ته يې ليږلي وو . قاضي ښاغلى کاکس د ټولنې لپاره ډير خطرناکه وباله اوويويل چې ددغه سړي له زورزياتي څخه د تولنې د خونديتوب لپاره نوموړى بايد په زندان کې وخت تير کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د ماشومانو نوى جنايي قانون01 مۍ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||