|
مدني ټولنې : دښځينه او نارينه ماشوم ترمنځ دې توپير نه وي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د مدني ټولنو په لسگونو غړو دافغانستان په ولسي جرگې نېوکه وکړه چې دماشومانو د سرغړونو دارزونې د قانون په تصويبولو کې يې دهېواد اساسي قانون له پامه غورځولى . په کابل کې دغو راټولو شويو استازو په ډاگه کړه چې په دې قانون کې ولسي جرگې د نارينه ماشوم عمر ١٨ کاله او د ښځينه ماشومې عمر ١٧ کاله ټاکلى چې د کوم جرم دکولوپر وخت ېوکال وړاندې د لويانو په څېر سزاورکول کيږي. ددوى په وينا دا د ښځو او نجونو په وړاندې ښکاره تقنيني تبعيض دى . خو دافغانستان ولسي جرگه وايي داسلامې اصولو له نظره يې دغه پرېکړه کړې ده . او دامعيار به په ټولو قوانينو کې په پام کې نيول کيږي په يوه کننفرانس کې دمدني ټولنو راغونډوشويو په لسگونو استازو چې تر ډېر ه ښځې وي په دې په قهر وې چې دماشومانو دسرغړونې دارزونې په قانون کې ولې نارينه کمکيانو ته يو کال امتياز ورکول شوى دى . ولسي جرگې په دغه منل شوي قانون کې دنارينه کمکي عمر ١٨ او دښځينه ماشوم عمر ١٧ کاله ټاکلى. دغه قانون اوس دمشرانو جرگې ته دمنلو لپاره ليږل شوى دمدني ټولنو دغو استازو له مشرانو جرگې نه ددغه توپير له مينځه وړل وغوښتل. کنفرانس ته مدنې ټولنو يوې ويناکونکې اوروزلاوويل چې )) دا د ښځو په وړاندې ښکاره تبعيض دى . او بايد چې اصلاح شي که هلک ١٨ کلن شي او کوم جرم وکړي نو جزا ورکول کېږې خو نجلۍ ترده يوکال دمخه په ورته کار دغه سزا لېدلى شي . )) د کنفرانس برخه وال په دې ټينگ وو چې ولې دجرم په برخه کې ښځينه ماشومه تر نارينه ماشوم ېو کال د مخه د لويانوپه څېر په جزامکلف شوې . خو په نورو برخو لکه د سوداگرى د جواز په اخيستلو ، درايي په ورکولو او داسې نورو کې بيا د هلک او نجلى دماشومتوب عمر يوشان يعنى ١٨ کاله غوره شوى دي . چې دا کاريې دافغانستان داسا سي قانون اود نړيوال بشري قانون سره په ټکر کې وباله . دافغانستان په اساسي قانون کې ددغه هېواد داوسېدونکو تر مينځ هرډول تبعېض منع شوى دي . خودولسي جرگې د عدلي او قضايي کميسيون غړې ملالى شينوارې وايي د ماشومتوب دعمر دغه توپير د شريعت له مخې په جرگې کې ومنل شو. دې په داگه کړه په جرگې کې پريکړه وشوه چې دهلک او نجلى دماشومتوب دعمر دا توپيربه په ټو لو برخو راځي نه يواځې په جزايي ډگر کې اغلې شينوارې وويل چې دافغانستان داساسي قانون د ٣ مادې پر اساس به ټول قوانين داسلام داساسا تو برابروي . خو کنفرانس ته د مدني ټولنو راټولو شويو استازو تر دېره داسې څرگندوله چې ښځو او نارينه وو تر مينځ دې دغه توپير له مينځه يو وړل شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||