د خپلواکۍ ورځ: غني د بهرني سیاست پر خپلواکۍ ټینګار وکړ

له بریتانیا نه د افغانستان د خپلواکۍ اخستو ۹۷مه کلیزه د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې ولمانځل شوه.
دغه مراسم تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په پلازمېنه کابل کې ترسره شول چې دولتي چارواکو او یو سیاسي څېرو په کې ونډه اخستې وه.

د عکس سرچینه، Getty
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت دننه "د ازادۍ څلي" کې د ګلانو ګېډۍ کېښوده.
ښاغلي غني د دغې ورځې د لمانځلو په غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل"نور هېوادونه تر ۹۰ یا ۵۰ کلونو وروسته چې خپله خپلواکي او ازادي لمانځي، هغه د یوه تاریخي لاسته راوړنې په توګه لمانځي، خو موږ له بده مرغه په داسې حال کې خپله ازادي لمانځو چې لا هم د خپلې ازادۍ د دفاع لپاره د ژمنې تازه کولو ته اړتیا لرو."
<span >بهرنی سیاست
د افغانستان ولسمشر خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان به خپل بهرنی سیاست هېچا ته ونه سپاري.
هغه له نړیوالې ټولنې، اسلامي او د سیمې اکثرو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ ښو اړیکو ته اشاره وکړه او له هغه یې د مهمې لاسته راوړنې په توګه یادونه وکړه.
پاکستان او امنیت

د عکس سرچینه، Getty
ولسمشر غني په مشخص ډول د پاکستان نوم یاد کړ او ویې ویل"پاکستان ته زموږ پیغام څرګند دی، د ملي ګټو په چوکاټ کې دولت په دولت اړیکې غواړو. موږ له خپلو لوړو ملي ګټو نه شاته کېږو او په دې چوکاټ کې سیمې ته سوله راتلی شي."
هغه یو ځل بیا افغانستان کې جګړه پر دې هېواد تپل شوې وګڼله او زیاته یې کړه ۹ ډلې چې ملګرو ملتونو د ترهګریزو سازمانونو په توګه پېژندلي د افغانستان او نړۍ د نابودۍ لپاره کار کوي.
داعش او ترهګري
ولسمشر غني په مشخصه توګه داعش نومې ډلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو به په ټول هېواد خپل وسله وال مخالفین وځپي.

د عکس سرچینه، Getty
افغان ولسمشر زیاته کړه"دا فکر مه کوئ چئ د زمري کور ته راشئ او د ګیدړ غوندې چلند درسره وشي."
ښاغلي غني د ترهګرۍ د نابودۍ لپاره د ټولې نړۍ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړۍ باید پوه شي چې کوم کسان "د ترهګریزو خوځښتونو ملاتړي" دی.
هغه په نننیو مراسمو کې د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، عدلي او قضایي ادارو کې اصلاحاتو او له طبیعي سرچینو ګټه اخستنې په برخه د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې هېواد اصلي لومړیتوب ثبات دی چې په دغو کارونو ترلاسه کېږي.
د افغان خپلواکې ورځې په وياړ د افغانستان نورو سيمو کې بېلابېل مراسم ترسره شوې دي.








