'طالبانو د فراه استیناف محکمې یو قاضي اعدام کړی'

د عکس سرچینه، f
د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت چارواکي وايي، ددغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي له هراته فراه ته پر لاره و چې طالبانو فراه رود کې وتښتاوه او تېره شپه یې په خاک سفید ولسوالۍ کې 'اعدام' کړی دی.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري بي بي سي ته وویل:
"قاضي شمس الرحمن چې د فراه ولایت د استیناف قاضي و، دوه ورځې وړاندې له هراته فراه ته پر لاره فراه رود کې طالبانو تښتولی او خاک سفید ولسوالۍ ته یې لېږدولی او تېره شپه یې هلته اعدام کړی دی".
نوموړی وايي، پرون د ملي امنیت یو کارکوونکی د فراه له مرکز نه پشت کوه ولسوالۍ ته پر لاره له یوه کمین سره مخامخ شوی او له یوه ولسي وګړي سره وژل شوی.
د فراه د والي ویاند وايي، د خاک سفید ولسوالۍ ځینې برخې د دولت له مخالفو وسله والو سره دي.
ښاغلی مهري وايي، د 'اعدام شوي' قاضي مړی د فراه ولایتي روغتون ته لېږدول شوی.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددغه قاضي د اعدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
وړاندې، افغان قاضيانو ویلي وو، د خونديتوب لپاره یې پوره ګامونه نه دي اخیستل شوي، او که ورته پام ونه شي په وينا يې قاضیان ډېر په اسانۍ سره په نښه کېدای شي.
په تېره مې میاشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر شپږ کسان، چې د طالبانو غړي وو، د 'درنو جرمونو' له کبله کابل کې <link type="page"><caption> اعدام</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/05/160508_hh-kabul-executions" platform="highweb"/></link> شول.
له دغو اعدامونو وروسته طالبانو پر افغان قاضیانو د مرګونو بریدونو ګواښ وکړ.
د تېرې مې پر ۲۵مه، د افغانستان د کابل په ختیځ کې د میدان وردګو ولایت د محکمې پر کارکوونکو د <link type="page"><caption> ځانمرګي برید</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/05/160524_mns_suicide_attack_wardak_court_staff" platform="highweb"/></link> له امله ۱۰ کسان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، MIZAN
او د تېرې جون پر لومړۍ نېټې، د غزني ولایت د استیناف پر محکمې د طالبانو ډله ییز <link type="page"><caption> ځانمرګي برید</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/06/160601_hh-ghazni-suicide-attack" platform="highweb"/></link> کې دوه کسان ووژل شول.
او د روان جون پر پنځمه، د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه لوګر کې پر محکمې د دوو <link type="page"><caption> ځانمرګو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/06/160605_mns_attack_logar_court" platform="highweb"/></link> په برید کې ۷ کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.








