د دارالامان ماڼۍ بیارغونه پیل شوه

د عکس سرچینه، gettyImages
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ددې هېواد د لوړپوړو دولتي چارواکو په حضور کې د پټۍ په پرې کولو سره په رسمي ډول د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیارغونې چارو پرانسته وکړه.
ددې ماڼۍ د بیارغونې د پیلولو په ورځ ولسمشر غني په سمبولیک ډول د افغانستان د ښاري پراختیا عالي کمیسیون ناسته په دې کنډواله شوې ماڼۍ کې ترسره کړه.
ښاغلي غني په دغو مراسمو کې نن د دوشنبې په ورځ (جوزا/ غبرګولي ۱۰مه) وویل، د ماڼۍ د بیارغونې پیل به د افغانستان او ددې هېواد د ټولو ولایتونو لپاره یو نوی پیل وي.
هغه په افغانستان کې ملکیتونو د ثبت پر اوسني بهیر په نیوکې سره وویل، افغانستان کې ملکیتونه خوندي نه دي او ۹ کاله وروسته باید د افغانستان هر اوسېدونکی د منلو وړ او شرعي قباله ولري.

د عکس سرچینه، ARG
هغه وویل، غیر رسمي (عرفي) قبالو ډېرې ستونزې زېږولي او تجربو ښوولې چې پر رسمي شرعي د عرفي قبالو بدلولو په ښارونو کې د پانګونې کچه څلور برابره زیاته کړې ده.
ښاغلي غني د ښاري ځمکو په وېش کې هم په دولتي او هم په خصوصي برخه کې د روڼتیا غوښتنه وکړه.
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان پارلمان اوس په دارلامان کې جوړ شوی، وویل، ټاکل شوې چې ستره محکمه هم دارلامان ته ولېږدول شي.
د افغانستان ملي یووالي حکومت کابینې د کب میاشتې ۱۹مې په ناسته کې تصویب کړه چې د کابل ښار په لویدیځ کې د دارلامان ماڼۍ د نژدې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ورغول شي.

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان ولسمشر د اطلاعاتو او فرهنګ او ښارجوړونې وزارتونو او د ولسمشرۍ ادارې ته امر وکړ چې د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې، د سیلانیانو د جذبولو او د اماني دورې د معمارۍ راژوندي کولو په هدف دغه ماڼۍ د پنځو کلونو په موده کې ورغول شي.
ښاغلي غني په وار وار ویلي، باید ډېرې دولتي ادارې د دارلامان سیمې ته ولېږدول شي او په دې سیمه کې د دارالامان په ګډون شته ماڼۍ ورغول شي ترڅو د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) مفکوره په حقیقت واوړي.
د دارالامان ماڼۍ د ۱۳۰۴ – ۱۳۰۶ هجري لمریز کلونو موده کې د امان الله خان د پاچاهۍ پرمهال د الماني انجنیرانو تر نظر لاندې جوړ شو. کله چې دا ماڼۍ روغه وه نو ۱۴۰ وړې او لویې کوټې یې درلودې.
امان الله خان دغه ماڼۍ د خپل دولتي دستګاه د ګټه اخستنې په موخه په خپل نوم جوړه کړې وه، خو یواځې دوه کاله یې ترې ګټه پورته کړې او ورپسې یې حکومت نسکور شو.
په ۷۰ مې لسیزې کې د افغانستان دفاع وزارت له دې ماڼۍ ګټه اخسته. د ډاکټر نجیب الله د دولت پرضد د پخواني دفاع وزیر جنرال شاهنواز تڼي په مشرۍ د ۱۳۶۸ کال د دلوې/ سلواغې ۱۶ کودتا کې دا سیمه بمبار شوه او یوه برخه یې لمنځه لاړه.
د ۸۰ لسیزې کورنیو جګړو پرمهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زیان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه او په تېرو دوو لسیزو کېترې هېڅ ګټه نه ده پورته شوې.


د عکس سرچینه، ARG








