د کندوز د پولیسو یو چارواکی تښتول شوی

رپوټونه وايي، د شمال ختیځ کندوز ولایت د پولیسو اداري مرستیال د وسله والو له خوا تښتول شوی دی. وحید الله بیکزاد ته په خواجه پسته کې کمین نیول شوی او له نښتې وروسته نامعلوم ځای ته وړل شوی.
د کندوز د پولیسو ویاند محمود دانش بي بي سي ته وویلو وحیدالله بیکزاد د کندوز د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال و، چې څنګلوري تخار ولایت ته په رخصتۍ تللی و او د ستنېدو پرمهال له کمین سره مخامخ شو.
سرچینه وايي، په نښته کې چلوونکی وژل شوی او بیکزاد نامعلوم ځای ته وړل شوی.
ښاغلی دانش زیاتوي، د ځینو معلوماتو له مخې، بیکزاد د حکومت مخالفو وسله والو له خوا تښتول شوی، خو د حکومت کومې مخالفې ډلې تر اوسه د نوموړي د تښتولو مسؤولیت نه دی منلی.

د عکس سرچینه، MoI
ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي، دغه چارواکی د قاري سلیم ورور ملا خاکسار اړوندو کسانو تښتولی.
قاري سلیم کندوز کې د طالبانو پوځي مسؤول و، چې نژدې یوه میاشت وړاندې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.




