"حکومت دې د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو لار پرانېزي"

د عکس سرچینه، f
- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, بي بي سي کونړ
د کونړ ولایت غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو ته د غځېدلو لارو د بندېدو له امله ځايي خلک گڼو ستونزو سره مخامخ دي.
دا لار له څو ورځو د سیلابونو او غره ښوېدنې له امله بنده ده.
خلکو له حکومته غوښتي دي چې ددې لارې پرانېستلو لپاره گام واخلي، خو حکومتي چارواکي وايي دغه سیمه د وسله والو طالبانو په ولکې کې ده او په اسانۍيې پرانېستل امکان نلري. شا وخوا یو نیمه اونۍ وړاندې دغه لار تړل شوې خو لا یې د پرانیستلو لپاره ګام نه دی پورته شوی.
دغازي اباد یو اوسیدونکی محکم خان وايي "د لارې تړل کیدو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي".
د کونړ چار واکي وايي د لارې پرانیستلو لپاره د قومې مشرانو پر مرستې او پوځې ځواک غور کوي.
د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل وايي هغه سیمه چې لار پکې بنده شوې د وسلوالو مخالفینو په ولکه کې ده.
پخوا به دغه لار وسلوالو طالبانو تړله ،دا ځل د باران او د غره ښویدلو له کبله بنده شوې. په سړک لوى کمرونه راولېدلي چې لرې کولو يې د ځاي خلکو له وسه وتلي دي.
که لار ژر خلاصه نه شي ، نه یواځې دناړۍ او غازي اباد د خلکو ستونزې به نورې هم زياتې شي، بلکې د نورستان د برګمټال او کامدیش ولسواليو خلک هم د خوراکي او نورو توکو له کمښت سره مخامخ کېدى شي.








