د افغانستان څارګرې ادارې خوست کې انسان تښتوونکې ډله نیولې

د افغانستان څارګره اداره (ملي امنیت ریاست) وایي، د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله یې ددې هېواد په سوېل ختیځ کې نیولې ده.
دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دا ډله د یوه ماشوم د تښتولو له امله تر څارنې لاندې وه او بالاخره په خوست کې د ملي امنیت منسوبینو لخوا ونیول شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغې انسان تښتوونکې ډلې د یوه تښتول شوي ماشوم په بدل کې د هغه له کورنۍ ۲۰۰ زره ډالر غوښتي وو.
ملي امنیت وایي، دا ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د ملي امنیت ریاست د نیول شویو کسانو او د هغوی له منګولو د راخلاص شوي ماشوم ویډیویي تصویرونه هم خپاره کړي دي.
انسان تښتونه په افغانستان کې په یوه ټولنیزې ستونزې بدله شوې او ډېر کله د بډایو او د هغوی د خپلوانو د تښتول کېدو راپورونه ورکول کېږي




