''افغان حکومت د بشري حقونو په پام وړ سمون کې پاتې راغلى''

د عکس سرچینه، BBC
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي د "ويرې تگلارې " تېر يوه کال کې له بشري حقونو د سرغړاوي لار هواره کړې.
د سازمان مشر کنت راث لوېديځ هېوادونه هم تورن کړى چې د ترهگرو بريدونو د وېرې د مخنيوي او له پناه غوښتونکوسره د چلن په اړه يې اغيزمن گامونه نه دي اوچت کړي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان د ملي يووالي حکومت هم تورن کړى، چې د بشري حقونو له جدي ستونزو سره د مبارزې لپاره يې مهم چانسونه له لاسه ورکړي دي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان د ملي يووالي حکومت هم تورن کړى، چې د بشري حقونو له جدي ستونزو سره د مبارزې لپاره يې مهم چانسونه له لاسه ورکړي دي.
د بشري حقونو څار ادارې نوى رپوټ وايي افغان حکومت په ٢٠١٥ م کال کې د بشري حقونو په پام وړ سمون کې پاتې راغلى دى.
د دغې ټولنې په نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي د ملي يووالي حکومت له بشري حقونو سره د تړلو جدي ستونزو له منځه وړلو فرصتونه له لاسه ورکړي.
بشري حقونو څار ادارې کې د افغان چارو څېړونکې پترېشيه گوزمن وايي "د بشري حقونو په سمون کې نه بري سره، د بنديانو، ښځو او رسنيو بنسټيزو حقونو ته هم زيان اوښتى."
آغلې گوزمن وړانديز کوي چې د تېرو څوارلسو کلونو ماتېدونکو برياو خونديتابه لپاره اړتيا ده چې بسپنه ورکوونکي هېوادونه له افغانستان سره په گډه کار وکړي.
رپوټ وايي تېرکال د ناوړه چلند کوونکو مليشو په کابو کولو، د فساد د کچې ټيټولو، د ښځو د حقونو ترويج او د قضايي سمونونو په لړ کې ډېر کم پرمختگ شوى.
رپوټ په دې لړ کې د افغان حکومت د ناکاميو يو لامل د چارواکو خپلمنځي مخالفتونه او له سيمه ييزو ځواکمنو سره ناندرۍ په گوته کوي، او وايي له ولسي وگړو سره د امنيتي ځواکونو ناوړه چلند او د طالبانو پرمختگ پر حکومت د خلکو باور کمزورى کړى.

رپوټ د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د هغو مليشو شاملېدا ته هم اشاره کړې چې په وينا يې د ناقانونه وژنو، باج اخيستنې او جنسي تيريو مخينه لري.
د بشري حقونو څار اداره کې د افغان چارو څېړونکې پترشيه گوزمن وايي، طالبانو او نورو اورپکو له لوري شوي ظلمونه د دې توجيه نه شي کېداى چې افغان حکومت دې دغو سيمو ته ناوړه چلند کوونکې مليشې ور ولېږي.
اغلې گوزمن پر بسپنه ورکوونکو هم نيوکه کوي چې په دې تړاو چوپه خوله پاتې شوي دي.
رپوټ وايي حکومت د ولسي وگړو د مرگژوبلې او د امنيتي ځواکونو ليکو کې د ماشونانو گمارلو مخنيوي په لړ کې مثبت گامونه واخيستل خو د بېلابېلو لاملونو له امله ډېر بريالي نه و.
د بشري حقونو د څار رپوټ د تېر کال په مارچ کې د قران سوځولو په ناسم تور د وژل شوې فرخندې د وژونکو محاکمه چې د بشري حقونو څار ادارې په وينا نيمگړې وه، له تاوتريخوالي د ميرمنو د ساتنې په برخه کې د افغان حکومت پاتې راتلنه بولي.








