ختيځو ولایتونو کې د ناامنیو خلاف کابل کې احتجاج وشو

د ختیځو ولایتونو مدني فعالان نن ( چهار شنبه ) په کابل کې د ولسي جرګې مخې ته راټول شوي وو او د ننګرهار د وروستیو ناامنیو په اړه یي اعتراضیه غونډه وکړه.
اعتراض کونکو له دولت نه غوښتل چې د ننګرهار امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
له کابل احمدیما په خپل راپور کې کاږي، چې
ننګرهار دا وروستیو بریدونو په ځانګړي توګه د ولایتی شورا د غړي پر کور ځانمرګي برید د ختیځو ولایتونو مدني فعالان د ولسي جرګې تر دروازې ورسول.
اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د دولت نه پاملرنې د ننګرهار امنیت له ګواښونو سره مخامخ کړي او یو شمیر کسان په دغه ولایت کې د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او تروریستي پېښو قرباني شوي دي.
دغو کسانو ویل، د خلافت په نامه د 'اسلامی دولت' یا داعش راډیو د خلکو پر ذهنو منفي اغیزه کړې ده.
د دغې اعتراضیه غونډې یوه ګډون کونکي میرویس میاخېل له دولته وغوښتل چې د ننګرهار امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د ننګرهار ولایت مدني فعال میرویس خوګیانی چې کابل ته راغلی، وایی په یاد ولایت کي د خلکو ورځنی ژوند له کړاونو سره مخامخ دي.
اعتراض کوونکو خبرداری وکړ که دولت د ختیځو ولایتونو امنیت ته پاملرنه ونه وکړي لرې نه ده چې لمبې یې تر کابله را ورسېږي.








