وسله والو په پروان کې د ښوونځي مدير وژلي

د افغانستان پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو کسانو د ښوونځي مدير په ډزو وژلي دی.
د پروان د والي وياند وحيد صديقي بي بي سي ته ويلي چې کېدای شي دغه پېښه د طالبانو سره تړلې ډلې ترسره کړې وي.
پېښه (۲۳ اګست) ځايي وخت يولس بجې په ياده شوې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وه.
د پروان والي وياند وايي، د قاتلانو لټون يې پيل کړی او ډېر ژر به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
ده زياته کړه "امنيتي ځواکونه په هغو ځايونو کې چې کېدای شي قاتلين به په کې وي پلټنه ترسره کوي"
ده وويل خلک د دې پېښې له کبله پارېدلي او په لاريونو يې پيل کړی. د حالاتو د کنټرول لپاره، امنيتي ځواکونو د بګرام ولسوالۍ له مشرانو سره خبرې پيل کړې دي.
بګرام ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو اډه ده او ويل کېږي د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې طالبان شته چې ځينې وخت پر دغه اډه بريدونه کوي.




