افغان ځواکونه: وانټ وایګل ولسوالي مو بېرته نیولې

ځايي چارواکي وايي د نورستان ولايت وانت وايګل ولسوالي چې پرون طالبانو نيولې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
پرون د جمعې پر ورځ د نورستان چارواکو منلې وه چې د دوو ورځو جګړې وروسته وسله والو طالبانو د وانت وايګل ولسوالې نيولې وه.
د نورستان والي وايي وايګل ولسوالۍ ته نوي پوځيان رسېدلي او دغه سيمه يې له طالبانو پاکه کړې ده.
د نورستان والي زياته کړه چې د دغو نښتو له کبله ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي
دی وايي ۱۸ پوليس وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
بل خوا طالبانو د خپلو اوو غړو وژل منلې دي.
د نورستان ولايتي شورا مشر سعدالله وايي په دې جګړه کې دری ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي هغه امنيتي کارکوونکي چې لا درکه شوي وو بېرته خپلو پوستو ته رسېدلې دي.
د نورستان ولايتي شورا مشر وايي د څو ورځو تاوتريخوالي له کبله دې ولسوالۍ ته زيات زيان اوښتی دی.

د عکس سرچینه، bbc
دی وايي وسله والو طالبانو د د دولتي کارکوونکو کورونو ته اور اچولی او ګڼ شمېر نور کورونه د جګړو له کبله زيانمن شوي دي.
ځايي سرچينې وايي د دغو جکړو له کبله د سيمې زيات اوسېدونکي ګاونډي ولايت کونړ ته کډه شوي دي.








