ملي امنیت: حقاني شبکه خوست کې د وروستي برید مسؤوله ده

د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړی، چې د دغه بنسټ څېړنې ښيي په خوست کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید د حقاني شبکې لخوا شوی.
د ملي امنیت د خبرپاڼې پربنسټ په دغه پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۶۳ تنه ټپیان دي.
د افغانستان ملي امنیت ټینګار کړی، هغه کس چې دغه چاودنه یې ترسره کړې غلام نومېده او د پاکستان له ملتان ښاره خوست راستول شوی و.
د ملي امنیت له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د دغه برید د سمبالولو مسوولیت نیغ په نیغه د حقاني ډلې د مشر پر غاړه و.
سرچینه وايي، هغه کسان یې پېژندلي چې په دغه پېښه کې ښکېل وو، خو دوی به یې په اړه لانور څېړنې وکړي.
تېره جمعه د خوست د سرپرست والي پرضد په دغه ولایت کې لاریون وشو، چې د دغه لاریون په ترڅ کې درنه چاودنه وشوه او شاوخوا ۸۳ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
چاودنه د خوست سرپرست والي عبدالبار نعیمي کور ته نژدې په هغه ځای کې وشوه چې لاریون کوونکو د سرپرست والي پر ضد شعارونه ورکول او د لرې کېدو غوښتنه یې کوله.
له برید وروسته، د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پر ټویټر پاڼه لیکلي وو، د خوست چاودنه کې د دوی هېڅ لاس نه و.
نن (اپریل ۵) هم په خوست کې ملي ویر اعلان شوی او ټولې دولتي ادارې او پلورنځایونه تړل شوي دي.
یوه اونۍ وړاندې، د خوست ولایت ختیځ لوري ته د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ببرک تاڼې په سیمه کې <link type="page"><caption> د توغندیو د لګېدو</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2015/03/150326_hh-khost-rocket-attack" platform="highweb"/></link> له کبله لږترلږه درې مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.








