خوست کې د والي پر ضد اعتراضونه دوام لري

د عکس سرچینه، khost
په خوست کې د والي پر ضد او د پرونۍ (اپریل ۲) چاودنې په تړاو چې د وژل شویو وګړو شمېر یې نن(اپریل ۳) ۲۰ کسانو ته ورسېد خلکو اعتراضونو ته دوام ورکړی.
د خوست وګړو او په ولسي جرګه کې د دوی ځینو استازو په ننۍ اعتراضیه غونډه کې د سرپرست والي د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
د خوست له ښار نه وروسته د ستر ښارګوټي خلبیسات سلګونه دوکانونه د سیمه والو د پرېکړې له مخې تړل شوي.
په دویمه ورځ هم خوست ښار او کلي ویرجن وو، پاتې جنازې خاورو ته وسپارل شوې او په شلو جوماتونو کې د ویر ټغرونه غوړیدلي وو او ډلې ډلې کسان تسلیت او تعزیت ته ورتلل.
دوی د خوست دردوونکې پېښه غندله، شهیدانو ته یې دعاګانې کولې او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا غوښته.
د دې سیمې مشهور قومي مشر چې د خوست د قومي شورا مشرتوب یې هم پر غاړه وه په پروني ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکي د ده مړینه ستره ضایعه بولي او په همدې ویر کې یې نن خپل ښارګوټی تړلي دی.
حاجي خان زمان صبری د سیمې مشهورې کورنۍ ته منسوب او په ولس کې محبوب و، د قومونو، کلیو او کورنیو ترمنځ د شخړو په هواري او د ټولنیزو ستونزو په هواري کې د ده رول له دولتي ادارو لوړ ګڼل کېده.
بل لورې ته په خوست ښار کې د معترضینو مشرانو نن په یوه خبرې غونډه کې وویل، چې خپلې موخې ته ترسیدو پورې لاریونونو او اعتصابونو ته دوام ورکوي.
د دوی په استازیتوب د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال له ولسونو وغوښتل چې د دوی ملاتړ دې وکړي.

د معترضینو بل مشر او د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي پر افغان ولسمشر غږ وکړ، چې خوست والي دې نور له خپلې دندې لیرې شوی اعلان کړي که نه د ناوړه پایلو مسوولیت به د ولسمشر پر غاړه وي.
په خوست کې د والي دفتر دغو اعتراضونو ته ځواب ورنه کړ او ویل یې چې په خوست کې پېښې شوې غمیزې ته په کتو لازمه نه بولي چې د لانجو په اړه خبرې وکړي.
په خوست کې له څو ورځو راهیسې د والي عبدالجبار نعیمي پر ضد لاریونونه روان دي، د فساد تورونه پرې لګوي او له دندې یې د لیرې کېدو غوښتنه کوي خو سرپرست والي عبدالجبار نعیمي پرې لګېدلي تورنه ردوي.
پرون د همدا ډول لاریون کوونکو په منځ کې یوه ځانمرګي برید د قومي مخورو په ګډون شل کسان ووژل او د ولسي جرګې د یو غړي همایون همایون په شمول یې تر شپیتو ډیر یې ټپیان کړل.
ولسمشر د ستونزې حل ته څو ورځې وړاندې یو پلاوی لیږلی و، خو ناهیلې کابل ته ستون شو.








