تر سلو ډېرې ازبکستاني کورنۍ د افغانستان په شمال کې له طالبانو سره یوځای شوي

د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې چارواکي وایي چې د ازبکستاني اُورپکو تر سلو ډېرې کورنۍ له طالبانو سره یوځای شوي دي.
د دغو اُورپکو ډېری د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې مېشت دي.
قیصار د فاریاب ولایت یو له ناآرامو ولسوالیو ده چې د دولت ولسوال مخالفین پکې پراخ شتون لري.
د فاریاب د والي ویندوی جاوید بیدار وايي د قیصار په ولسوالۍ کې ازبکستاني اُورپکي شته او د طالبانو په لیکو کې فعالیت کوي. په همدې ولسوالۍ کې په ځینو عملیاتونو کې یو شمېر ازبکستانیان وژل شوي دي.
خو ازبکستانیان یوازې د قیصار په ولسوالي کې نه چې په نورو سیمو کې هم شته.
د قیصار ولسوال عبدالجمیل صدیقي وايي تر سلو ډېرې ازبکستانۍ کورنۍ قیصار ولسوالۍ ته راغلي او یو شمېر نور بیا د المار ولسوالۍ په کلیو کې مېشت شوي. ښاغلی صدیقي وایي ډېری ازبکستاني اُورپکي د سړک د غاړې د مینونو په جوړولو کې ونډه لري خو کله نا کله عملاً د افغان دولت پر ضد په جګړې کې هم برخه اخلي.
سیمه ییز چارواکي وایي چې که دولت د دغو نوو راغلو ځواکونو په وړاندې ګام پورته نه کړي، د فاریاب په ولایت کې امنیتي وضعیت به لا نور هم ترینګلی شي. حزب التحریر او د ازبکستان اسلامي جنبش د ازبکستان هغه ناقانونه وسلوالې ډلې دي چې د افغانستان په شمال کې یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم همکاري درلودله.




