یونما: ۲۰۱۴ کې ولسي مرګ ژوبله ۲۲٪ ډېره وه

د عکس سرچینه، BBC World Service
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر "یونما" وايي، د تېر ۲۰۱۴ کال پرمهال افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله کې ۲۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.
یونما وايي، په ۲۰۱۴ کې ۳۶۹۹ افغانان وژل شوي او ۶۸۴۹ نور ټپیان شوي دي، چې دا له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا افغانستان کې تر ټولو خونړی کال ګڼل کېږي.
د یونما په دې تازه <link type="page"><caption> راپور</caption><url href="http://www.unamanews.org/pashto/index.php/component/content/article/80-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%84%DB%90/690-%E2%80%8D%D9%BE%D9%87-%DB%B2%DB%B0%DB%B1%DB%B4-%DA%A9%D8%A7%D9%84-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%87-%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%85%D9%84%DA%A9%D9%8A-%D8%AA%D9%84%D9%81%D8%A7%D8%AA%D9%88-%D8%B4%D9%85%DB%8C%D8%B1%D9%87-%DB%B2%DB%B2-%D8%B3%D9%84%D9%86%D9%87-%D8%B2%DB%8C%D8%A7%D8%AA%D9%87-%D8%B4%D9%88%DB%90.html" platform="highweb"/></link> کې ویل شوي، دغه افغانان د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه او د سړک غاړې ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په تېر دسمبر کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېد.
یونما وايي، د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د یادې شمېرې افغانانو د درېیمې برخې د وژل کېدو لامل شوې.
په افغانستان کې د یونما د دفتر مشر نیکولاس هیسم کابل کې یوې خبري غونډې ته د دغه راپور د جزییاتو په اړه وویل: "د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو او سړک غاړې مایونو چاودنې د درېیمې برخې وژل شویو افغانانو د مرګ لامل شوې."
یونما وايي، ځانمرګي بریدونه د ۱۵ سلنې وژل شویو د مړینې لامل شوي، خو طالبان یې د ۱۱ سلنې وژل شویو ولسي وګړو د وژلو پړه بللي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په راپور کې ویل شوي، یوازې په تېر دسمبر میاشت کې تر ۵۰۰ ډېر افغانان وژل شوي دي.
"د یونما راپور دا په ګوته کوي چې د ډېرو ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې مسوول د دولت ضد عناصر دي. راپور د ټولو ملکي تلفاتو ۷۲ سلنه د دولت ضد عناصرو، ۱۴ سلنه يې د دولت پلوه ځواکونو (۱۲ سلنه يې افغان امنیتي ځواکونو او دوه سلنه يې نړیوالو ځواکونو) ته منسوب کړې او ۱۰ سلنه یې د دولت ضد عناصرو او افغان امنیتي ځواکونو د مخامخ مځکنۍ جګړو له امله منځ ته راغلي چې ملکي تلفات په کې کومې ځانګړې ښکيلې خواته منسوب شوي نه دي. درې سلنه ملکي تلفات له جګړې پاتې شوي چاودونکو توکو له امله منځ ته راغلي او پړه يې پر چا نه ده اچول شوې او یو فیصد يې د پولې هغه غاړې (پاکستان) لخوا د ګولیو د ورولو له امله منځ ته راغلي دي."
په تېر کې طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی و، چې ګني د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لوی لامل ددوی بریدونه او چاودنې دي.

د عکس سرچینه، UNAMA
د ۲۰۱۴ کال د شمېرو له مخې، په دغه کال کې د طالبانو په بریدنو کې نژدې ۵۰۰۰ افغان پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د ٢٠٠٩ زېږديز کال له پيل نه چې يوناما هر کال په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپور چمتو کوي، په تېرو شپږو کلونو کې ١٧٢٥٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٩٥٣٦ نور ژوبل شوي دي.








