'امریکا شاید راتلونکی کال د طالبانو له تعقیبولو لاس واخلي'

ملا محمد عمر
د عکس تشریح، د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د امریکا په تور او د مطلوبو کسانو په لیست کې دی

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د راتلونکي ۲۰۱۵ کال له جنورۍ میاشتې به یوازې هغه طالبان په نښه کېږي، چې د "امریکا د امنیت لپاره نېغ ګواښ" ګڼل کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند امیرالبحر جان کربي په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته وویل "دا چې د طالبانو د ډلې غړی وي، د دې باعث نه شي کېدای، چې امریکا یې دې پرضد ګام پورته کړي."

پر همدې مهال، ښاغلي کربي ویلي چې امریکا یوازې د هغو طالبانو پرضد ګام اخلي، چې "جګړې ته دوام ورکوي، زموږ او زموږ د افغان شریکانو پروړاندې عملیات کوي."

د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د امریکا په تور او د مطلوبو کسانو په لیست کې دی، چې په وینا یې که هرچا یې د ځای ځایګي او یا له منځه وړلو کې معلومات وړاندې کړل، ۱۰ میلیون ډالر جایزه به وګټي.

د دفاع وزارت ویاند د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه لیست کې د طالبانو د مشر په ګډون کسان به لاهم د هغوی د تېرو کړنو له کبله تعقیبېږي، وویل: "دې پوښتنې ته د هو یا نه ځواب نه شم ویلی، خو د طالبانو هغه پېژندل شوی مشر چې لاهم زموږ او زموږ د متحدینو د امنیت لپاره له ګواښه ډک کارونه کوي، د امریکا د پوځي عملیاتو هدف ګرځېدای شي."

ښاغلي کربي زیاته کړه، چې تر دې نور ښکاره ځواب نه شي ویلی.

هغه دا هم ویلي، چې د راتلونکي کال د جنورۍ له دویمې نېټې وروسته به افغان دولت او د افغانستان امنیتي ځواکونه د ملا عمر په څېر کسانو د تعقیبولو دنده پرغاړه ولري.

دغه نېټه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جګړه ییز ماموریت د ختمېدو تاریخ هم دی، چې ترې وروسته به یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړو او روزونکو رول لوبوي.

د تېرې اونۍ وروستیو کې، د <link type="page"><caption> ویکيلیکس</caption><url href="ویکیلیکس: سي آی اې په ټینګه د طالبانو مشران ''نه په نښه کول''" platform="highweb"/></link> وېبپاڼې د امریکا د اسختباراتي سازمان یو راپور خپور کړ، چې په هغه ویل شوي وو، چې د طالب مشرانو د وژلو چاره ک د امریکا اقدام کم اغېزه ګڼل شوی و.

دغه راپور چې په ۲۰۰۹ کال کې لیکل شوی، د طالبانو د جګپوړو مشرانو د وژلو د تحلیل د څرنګوالي په اړه جزییات پکې بربنډ شوي وو، چې د دوی د تګلارې مثبت او منفي ټکي هم پکې راخیستل شوي وو.

ددغه راپور پربنسټ، طالبانو د خپلو وژل شویو مشرانو د ځای ناستو په ټاکلو کې، چې د هغوی پرځای د ایتلافي ځواکونو پروړاندې عملیات مخته بوځي، اغېزناکه تګلاره غوره کړې وه.

"ملا عمر په کراچۍ کې دی"

پر همدې مهال د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي مخکیني ویاند ايمل فيضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې ویلي، چې د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې دي:

ښاغلي کربي ویلي، یوازې د طالبانو ډله کې غړیتوب ددې لامل نه ګرځي، چې هغه دې په نښه کړای شي
د عکس تشریح، ښاغلي کربي ویلي، یوازې د طالبانو ډله کې غړیتوب ددې لامل نه ګرځي، چې هغه دې په نښه کړای شي

"د امریکا د بهرنیو چارو، اوسنى وزیر جان کیري، چې سناتور و، ولسمشر کرزي ته په کابل کې یوه ورځ وویل چې ملا محمد عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې دی او د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی.

ولسمشر کرزي فوراً ورته وویل چې امریکا ولې د هغه د نیولو اقدام نه کوي؟ امریکا د هغه پر سر انعام اېښی دی، په افغانستان کې د هغه په نامه بې ګناه خلک هره ورځ وژل کیږي او د ملا عمر او طالب په نامه دلته جګره روانه ده خو ملا عمر ستاسو د پاکستان د نظامیانو تر نظر لاندې په کراچي کې دی!؟

جان کري ولسمشر کرزي ته قانع کونکی ځواب نه درلود خو دا یې وویل چې جنرال کیاني وایي چې ملا عمر زموږ تر نظارت لاندې دی".