د کونړ مشران د دانګام وضعیت ترینګلی بولي

د عکس سرچینه، Getty
د ختیځ کونړ ولایت دانګام په ولسوالۍ کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د جګړو په ترڅ کې د ایسارو خلکو د راخلاصولو او د جګړې د پای ته رسولو په موخه نن (دسمبر ۱۹) د کونړ قومي مشران راټول شوي وو.
قومي مشرانو له حکومت نه دځواک کارول غوښتل او ویل ېې که د دولت له وسه نه وي پوره نو خلکو ته دې د خبرو کولو اجازه ورکړي چې د دواړو لورو ترمنځ اور بند وکړي.
د قومي مشرانو دغونډې پر مهال دوه توغندي هم په اسد اباد ولګیدل چې یو ېې د والۍ دفتر ته ډیر نژدې و خو ځاني زیان ېې نه دی اړولی.
نعمت الله کریاب خپل رپوټ کې لیکي: یوه اونۍ وشوه چې د دانګام ولسوالۍ په یوه لویه برخه کې جګړه روانه ده.
افغان ځواکونه تر ولسوالۍ رسیدلي خو دمخکې تګ په لاره کې ېې ګڼو طالبانو مورچې نیولې.
د کونړ سر پرست والي خلکو ته په خبرو کې ومنله، چې ځواکونو په تیرو څو ورځو کې وړاندې تګ نه دی کړی.
د راټولو شوو خلکو نیوکه دا وه، چې ولې په شپږو ورځو کې حکومت د خلکو په راخلاصولو او له لاسه وتلو سیمو په بیا نیولو ولې بریالی نه شو.
هغوی ویل، که حکومت نا توانه وي له ولس نه دې مرسته وغواړي چې د ښځو او کوچنیانو ژوند وژغورل شي.
خو بیا طالبان وايي، پر ښځو او ماشومانو کار نه لري او ژوند به ېې خوندي وي .
د دانګام موضوع پرکونړ پورې محدوده نه ده پاتې، د افغانستان له بیلا بیلو سیمو خلک د خواخوږئ او مرستو سره کونړ ته تللي.
د قومي مشرانو دغې غونډې ته په ولسي جرګه کې د بادغیس استازی سید محمد موسی هم ورغلی و، هغه د خپل درد احساس له چا پټ نه کړیشو او ویل يې دی او د ولایتي شورا ریس د خپلو خلکو سره مرستې ته راغلی.
دغونډې پر وخت پر اسد اباد دوه توغندي هم وار شول ،چې یو ېې دوالي کور ته ډیر جوخت ولګېد خو د سر زیان ېې وا نه ړاوه.
وړمه ورځ هم په اسد اباد توغندي راغلي او څو کسان ېې ټپیان کړي وو.
وسلوال طالبان او د دانګام د څو کلیو د خلکو تر منځ یوه اونۍ وړاندې جګړه را پیل شوه، طالبانو د ډیرو سیمو تر ولکه کولو وروسته د ګڼو هغو خلکو کورنه وسوځول چې پر وړاندې ېې جنګیدل.
تیره ورځ د کورنیو چارو سر پرست وزیر دانګام ته ورغلی و خو په حالاتو کې د پام وړ بدلو ن را نه غی.








