وسله والو کابل کې پر یوه بهرني مېلمستون برید کړی

د عکس سرچینه، EPA
د افغانسان په پلازمېنه کابل ښار په شپږمې حوزې کې پرون ماښام (نوامبر ۲۹) وسله والو کسانو د بهرنیانو پر یوه مېلمستون برید کړی و، چې د میلمستو په شاوخوا کې تر ماخوستن ناوخته پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
له بریدګرو سره له څو ساعته نښتې وروسته افغان امنیتي ځواکونو وویل، چې میلمستون کې یرغمل شوي شپږ کارکونکي یې ازاد کړي، چې برید ګرو برمته کړي وو.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند ظاهر ظاهر په وینا برید د هغو بهرنیانو پر مېلمستون شوی، چې د ښاري پراختیا په برخه کې کار کوي.
طالبانو هم پر خپلې ټوېټر پاڼه د دغې پېښې مسوولیت په غاړه اخېستی او ویلي دي، چې ځانمرګو برید ګرو په کابل کې د "عیسویت د تبلیغ په یوه مرکز" برید کړی.
ویل کېږي، چې له مېلمستون سره په خوا کې یوه کور هم اور اخیستی دی.
سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او د سپکو او درنو ډزو غږونه لا هم اورېدل کېږي.
شاه حسین مرتضوي، د ۸ صبح ورځپاڼې مشر چې د پېښې مرکز ته نژدې دی بي بي سي ته ویلي و، چې په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او پولیس هم ودانۍ ته ننوتي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې په ځای کې موجودو پولیسو ویلي و، چې درې ځانمرګي بریدګر د بهرنیانو یوه مېلمستون ته ورننوتل، یوه یې په ودانۍ کې دننه ځانمرګی برید وکړ او دوه نور یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت شول.
پولیسو ښاغلي مرتضوي ته ویلي و، چې کېدای شي په ودانۍ کې مېشتو بهرنیانو ته هم زیان رسېدلی وي.
د افغانستان مرکز کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم له تېر څه وخت راهیسې بریدونه زیات شوي.








