لویې څارنوالۍ د نیویارک ټایمز خبریال ممنوع الدخول اعلان کړ

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې د نیویارک ټایمز له خبریال یې پوښتنې ګروېږنې کړې او هغه یې ممنوع الدخول اعلان کړی.

لویه څارنوالي وايي، دا چې خبریال ماتیو روزنبرګ د افغانستان د ملي ګټو خلاف او د تفرقې اچونې په تړاو د خپرې شوې مقالې په تړاو پوښتنو ته مناسب ځوابونه ونه ویل، څارنوالۍ پرېکړه وکړه چې ''ماتیو روزنبرګ دې په ۲۴ ساعتونو کې له افغانستان نه ووځي او بیا دې ممنوع الدخول اعلان شي ''.

لویه څارنوالي وايي، د خبریال ممنوع الخروج او بیا د ممنوع الدخول پرېکړه یې وروسته تر هغه وکړه چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د '' ټاکنیزې لانجې او په افغانستان کې د یوه لنډمهالي حکومت غوښتنې'' په نامه یوه مقاله خپرې شوې وه، چې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د خبرو په پلمه تر ډېره د خبریال شخصي نظر پکې ښودل شوی و.

لویه څارنوالي وايي، د خبریال دا کار د افغانستان د ملي امنیت او ثبات لپاره ګواښ او بې اتفاقۍ ته لمن وهلي دي.

لویې څارنوالۍ ويلي، خپله دغه پرېکړه یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ارګانونو ته د نورو اجرآتو لپاره استولې ده.

ممنوع الخروج

وړاندې، د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، د نیویارک ټایمز یو خبریال یې په کابل کې ممنوع الخروج اعلان کړی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې منلې ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ یې یو خبریال په کابل کې "احضار کړی او ممنوع الخروج یې اعلان کړی دی".

دغه ورځپاڼه لیکي: "په کابل کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ۴۰ کلن خبریال ماتیو روزنبرګ د افغانستان د لویې څارنوالۍ له خوا د سې شنبې په ورځ په دې ورځپاڼه کې د یوې مقالې د خپرېدو له کبله د رسمي خبرو لپاره احضار کړی دی".

په دې مقاله کې راغلي، د افغانستان په دولت کې واک لرونکې څېرې د "ټاکنیزو لانجو د حل" لپاره د یوه لنډمهالي حکومت د جوړولو پر خبرو بوختې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، دا څلورم ځل دی چې د افغانستان حکومت پر دغې ورځپاڼې د قانون ماتولو تور لګوي او یا یې د دغې ورځپاڼې په اړه شکایت کړی.

خو په کابل کې یوه خصوصي "طلوع" تلوېزیون راپور ورکړی، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ اعلان کړی، چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ماتیو روزنبرګ د "لنډمهالي حکومت د جوړېدو په تړاو د ناسمو خبرونو" خپرولو له کبله ممنوع الخروج اعلان شوی.