برتانيا کې يوې افغانې جوړې سلگونه زره ډالر غلا کړي

د لندن لويې جنايي محکمې يو افغان ښځه او مېړه له يوه خيريه صندوق نه د نژدې نيم ميليون ډالرو په غلا پړه بللي دي.
محکمې ويلي چې سيد حاج نجفي او عاقله قاسم د "افغان پاورتي ريليف" خيريه ټولنې څه د پاسه ٣٥٠ زره پونډه ايستلي او د ځان له پاره يې د ښايسته ژوندانه په جوړولو لگولې دي.
د لندن په لويې جنايي محکمې "اولد بېلي" کې څارنوالانو وويل چې دا پيسې افغان يتيمانو او کونډو سره د مرستې په موخه ټولې شوې وې.
دا ښځه او مېړه چې د دې خيريه ادارې متوليان دي، اوس په ضمانت پرېښوول شوي. خو ټاکل شوې چې څه کم يوه مياشت وروسته د کرويډن په محکمه کې ورته سزا واورول شي.
د محاکمې بهير
دغه جوړه د ٢٠١١ م کال په نومبر کې نيول شوې وه، او د ٢٠١٢ م کال له جون راهيسې يې محاکمه روانه وه.
د "افغان پاورتي ريليف" خيريه ټولنه په ٢٠٠٤ م کال کې له افغان بې وزلو سره د مرستې په موخه جوړه شوه.
د خير ښېگڼې دغه بنسټ د اوبو برابرولو، يتيمانو او کونډو ته د کوچنيو پانگو په ورکړه، او کلينيکونو او ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو کې مرستې کوي.
خو نوموړې خيريه ټولنې د دغې قضيې په تړاو له څه ويلو ډه ډه کړې








