افغانستان کې ټاکنیزې هلې ځلې چټکې شوې دي

په داسې حال کې چې په افغانستان ټاکنو ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په دغه هېواد کې ټاکنیزو هلو ځلو سخت زور اخیستی او بېلابېلو ولایتونو ته کاندیدان تللي وو.
اشرف غني احمدزی جنوبي ولایت کندهار تللی و او هلته یې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا وکړه.
بل نوماند عبدالله عبدالله بیا شمالي ولایت بلخ ته ورغلی و او زرګونو پلویانو ته یې خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ د پخواني کاندید عبدالرحیم وردګ دویم مرستیال سید حسین انوري بیا په کابل کې د زلمي رسول په ملاتړ غونډه جوړه کړې وه.
په افغانستان کې د ټاکنیزو هلو ځلو په اړه له کابله زمزمه نیازۍ په خپل رپوټ کې وايي په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې ۸ ورځې وخت پاتی دی د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو لپاره د کاندیدانو هلې ځلې خورا چټکې شوې دي.
د ټاکنیزو هلو ځلو په دوام اشرف غني احمدزی کندهار ته تللی و او خپلو زرګونو پلویانو ته یې خپل پروګرامونه روښانه کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، که په ټاکنو کې بریالی شي، کندهار ته به بریښنا راولي او د دغه ولایت ځوانانو ته به د زده کړو زمینه برابروي.
ولسمشرۍ ته بل نوماند عبدالله عبدالله بیا شمالي ولایت بلخ ته سفر کړی و او هلته یې زګونو پلویانو ته خبرې وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې دبریالیتوب په صورت کې به ځوانانو ته ځانګړی وزارت جوړوي او په حکومتي چاروکې کې به پوره ونډه ورکوي.
په پلازمینه کابل کې بیا ولسمشرۍ ته د پخواني کاندید عبدالرحیم وردک دویم مرستیال سید حسین انوري په ټاکنو کې د زلمي رسول د کاندیداتورۍ نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلی وردګ څو ورځې وړاندې په ټاکنو کې له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو خو په ښکاره یې له هیچا ملاتړ اعلان نه کړ.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانې ټاکنې د وري پر ۱۶ ترسره کېږي، چې ناامني یې پر وړاندې یوه ننګونه بلل کېږي.








