''د دوو اوونيو لپاره د طالبانو خبرونه مه خپروئ''

د عکس سرچینه، AFP
دوه ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د سرینا هوټل برید په پایله کې د یو شمیر افغانانو او بهرنيانو ترڅنګ د فرانسې خبري آژانس افغان خبريال احمد سردار د کورنۍ له دریو غړو سره یو ځای ووژل شو.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ- نی د یو یي اعلامې په خپرولو سره له ټولو افغان رسنیو غوښتنه کړې چې د دوو اوونیو لپاره د طالبانو په تړاو هیڅ خبر خپور نه کړي.
زمزمه نیازۍ له کابله په خپل راپور کې وايي، د حکومت ترڅنګ دارنګه په ټولنيزو شبکو/ خواله رسنیو کې هم د سردار احمد وژنه غندل شوې ده.
په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر صدیق الله توحیدي په کابل کې له خبریالانو وغوښتل، چې د ښاغلي سردار د وژنې په غبرګون کې په راتلونکو دوو اوونیو کې د طالبانو په تړاو هیڅ خبر خپور نه کړي.
ښاغلي توحیدي د احمد سردار وژنه یوه دردوونکې پیښه وبلله.
د نی د شمېرو له مخې په روان ۲۰۱۴ میلادي کال کې دا څلورم خبریال دی، چې وژل کیږي.
دا رنګه د افغانستان د خپلواکو ژونالستانو ټولنې د افغانستان په شخړه کې له ښکیلو ټولو غاړو په کلکه غوښتنه کړې، چې له خپلې ژمنې سره سم د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.
دغې ټولنې په خپل خبر پاڼه کې د ښاغلي سردار وژنه په کلکه غندلې او هغه یې پر بې پرې ژورنالیزم مخامخ برید بللی.
په ورته وخت کې په هرات او ننګرهار کې هم خبریالانو په خپلو ځانګړوغونډو د ښاغلي سردار وژنه غندلې او له حکومته یې غوښتنه کړې، چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.
بل خوا په خواله رسنیو کې هم د احمد سردار وژنه په سختو ټکو غندل شوې دي او هغه یې نا انساني کړنه بللې ده.








