ځاځي آريوب، یوه ولسوالي، دوه ولسوالان

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
- Author, احسان الله مهجور
- دنده, پکتيا
د پکتيا ولايت د چارواکو او له کابله د ورلېږل شوي يوۀ ولسوال ترمنځ تاويلې ما ويلې تر رسنيو ورسېدې.
د پکتیا ځاځي اريوب ولسوال عبدالرحمن سوله مل شکايت کوي چې له تېرو پنځو مياشتو را په دې خوا مقرر شوی، خو د ولايت د مقام له لوري د خپلې دندې اجرا ته نه پرېښودل کېږي.
په مرکز گردېز کې يې چارواکي بې کفايته بولي او کابل تورنوي چې گواکې د پېژندگلوئ په بنسټ يې ورلېږلى دى.
ولسوال وايي د اداري اصلاحاتو د ادارې له خوا د ازاد رقابت له لوري مقرر شوی خو د پکتيا د ولايت مقام له لوري دندې ته نه پرېښودل کېږي او يوازې د ولايت په مقام کې حاضري امضا کوي.
دی وايي: ''زه د ازاد رقابت له مخې په ۱۳۹۲/۸/۴ نېټه د جمهور رييس د ځانګړي حکم پربنسټ مقرر شوی يم خو يوازې حاضري امضا کوم، څوک مې دلته د ولسوال په توګه نه پېژني او هغه ولسوال چې له ما پخوا د ځاځي اريوب ولسوال هغه اوس هم زما په ځای کار کوي''.
نوموړی زياتوي چې له کومې ورځې را په دې خوا دی مقرر شوی يم، د ځاځي اريوب له دندې ګوښه شوي ولسوال ازاد خان ته د ولايت د مقام له لوري ستاينليک ورکړل شوی.
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل پاچا مجيدي وايي چې يوازې نوموړی ولسوال نه بلکې يو شمير نورکسان هم په داسې برخلیک اخته دي.
مجيدي وايي: ''يوازې د ولسوال مساله نه ده ، نور کسان هم شته چې د اداري اصلاحاتو له لارې را کامياب شوي خو د ځينو مداخلو له امله دندو ته نه پریښودل کيږي''.
د پکتيا والي وياند روح الله سمون مو په دې اړه وپوښت چې عبدالرحمان سوله مل يې بې کفايته ياد کړ.
همدا رنګه سمون د اداري اصلاحاتو په اداره تور پورې کړ چې ولسوال سوله مل يې د وړتيا په اساس نه؛ بلکې د اړيکو په اساس رالېږلی.

سمون وايي: ''تاسې خو پوهېږئ چې د حکومت په چارو کې لاسوهنې کېږي نو دی د اړيکو په اساس راغلی''.
نوموړی دا هم وايي چې عبدالرحمن سوله مل يو ځل پخوا هم د پکتيا په يوې ولسوالۍ کې د ولسوال دنده لرله چې موږ ته يې بې کفايتي معلومه وه.
د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ چې له مرکز ګردېز څخه لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده، په تېرو دولس کلونو کې د پکتيا د نورو ولسواليو په څېر دلته هم د بيارغونې او نورې چارې د خلکو په خوښه نه دي ترسره شوې او اوسېدونکي يې تر ډېره له اوسنۍ حکومتي ادارې څخه ناراضه دي.
د يادې ولسوالۍ لپاره دوه ولسوالان عبدالرحمن سوله مل او ازاد خان په يو وخت د ولسوالۍ د يوې څوکۍ دنده پر مخ بيايي چې يو يې د ولايت ډاډ او بل د سيمه ييزو ارګانونو د مقررۍ رسمي مکتوب په لاس لري.








