'د امنیتي تړون پر سر خبرې دښمن هڅوي'

ښاغلي ډیمپسي ویلي، چې د افغانستان په ځینو برخو کې داسې ښکاري، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دې یو ډول اړیکه وي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ښاغلي ډیمپسي ویلي، چې د افغانستان په ځینو برخو کې داسې ښکاري، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دې یو ډول اړیکه وي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر سر بحث کول دښمن هڅوي، چې شاید دا کار له طالبانو سره د ځینو افغان ځواکونو د همکارۍ لامل وګرځي.

نوموړي دا څرګندونې افغانستان ته د سفر پرمهال له امریکايي ځواکونو سره د کتلو پرمهال کړې دي.

ده ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ولسمشر له لوري د ځواکونو د ایستلو چارې ځینې افغان پوځي مشران اندېښمن کړي دي.

ښاغلي ډیمپسي ویلي، چې د افغانستان په ځینو برخو کې داسې ښکاري، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دې یو ډول اړیکه وي.

نوموړي په څرګنده د کومې سیمې نوم یاد نه کړ، خو ښکاري چې اشاره یې د کونړ تېرې خونړۍ پېښې ته وي، چې طالبانو لږترلږه ۲۱ افغان سرتېري ووژل او ځینې نور یې له ځانه سره یووړل.

ډیمپسي وايي، که چېرې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شي، شاید د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې ځنډ رامنځ ته شي.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې ((فکر نه کوم دا جوړجاړی دې په پراخه کچه وي، خو موږ باید احتمالي خبرتیا ورکړو)).

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون پنتاګان ته امر کړی، چې د روان کال تر پایه د سرتېرو د ایستلو پلان جوړ کړي.

نوموړي ویلي، چې تر هغو چې امنیتي تړون لاسلیک نه شي، امریکا د ټولو سرتېرو له ایستلو پرته له لاره نه لري.

ولسمشر اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې شاید واشنګټن د روان کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

که چېرې امنیتي تړون لاسلیک شيو امریکا غواړي له جګړه ییزم ماموریت وروسته هم افغانستان کې د افغان سرتېرو د روزنې، ملاتړ او مشورې لپاره تر لسو زرو پورې خپل پوځيان پرېږدي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر یوه ویاند ویلي، باور نه لري چې امریکا دې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

افغان لوري د تړون لاسلیکولو په تړاو پښې ټینګې کړې او خپل شرطونه منل کېدل غواړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو ته دوه شرطونه وړاندې کړي، چې یو دې له طالبانو او د حکومت له مخالفانو سره له زړه د سولې خبرې پیل شي او بل دې امریکايي ځواکونه په کلیو بانډو او د افغانانو پر کورونو چاپې او عملیات ودروي.

راسموسن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، راسموسن دا هم وايي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل د دوی د زړه خبره نه ده، خو دا واقعیتونه دي او پخپله تګلاره کې یې باید په پام کې ونیسو.

بل خوا د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د ناټو سرمنشي انریس فور راسموسن ویلي، که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو د ناټو هېڅ یو سرتېری به له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې پاتې نه شي.

راسموسن دا هم وايي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل د دوی د زړه خبره نه ده، خو دا واقعیتونه دي او پخپله تګلاره کې یې باید په پام کې ونیسو.

په پام کې ده، چې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د افغانستان دفاعي چارواکي هم ګډون وکړي او د دغه هېواد د پوځ د راتلونکې په تړاو خبرې په کې وشي.