کابل وايي امو سيند غاړې نه شي پخولى

امو
د عکس تشریح، افغانستان وايي د امو سيند د غاړو پخولو ته يو ميليارډ ډالر پکار دي چې نه يې لري

د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت ويلي دي که د امو سيند د غاړو د ټينگښت په موخه ورسره مالي مرستې ونه شي،په راروانو څو کلونو کې به د دغه سيند ځواکنمې څپې هغه بنسټيزې پروژې ويجاړې کړيچې پر غاړو يې پرتې دي.

چارواکي وايي چې د ټولو غاړو د ټينگښت لپاره يو ميليارد ډالرو ته اړتيا ده خو په وينا يې نه افغان حکومت او نه هم نړيواله ټولنه د دغه لگښت ورکړې ته ليوالتيا لري.

مصطفى سالک له کابله په خپل رپوټ کې ليکي د اوبو او بريښنا وزارت له خولې وايي چې د امو سيند ٧٠٠ کيلومتره غاړې د ويجاړتيا له گواښ سره مخامخې دي.

د ياد شوي وزارت چارواکو بي بي سي ته ويلي دي چې اوس مهال هم د سيند د غاړو د ټينگښت په موخه هر کال نژدې پنځه ميليونه ډالر لگوي خو وايي چې ويجاړتيا ته گوري دا لگښت هيڅ بسنه نه کوي.

د اوبو او بريښنا وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي وايي چې د امو د ټولو غاړو د ټنگښت لپاره يو ميليارد ډالرو ته اړتيا ده،خو په وينا يې د دوى له پرله پسې غوښتنو سره سره افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د دغه کچې لگښت له ورکړې سره کومه ليوالتيا نه ده ښوولې.

ښاغلي ضيايي بي بي سي ته وويل که د امو سيند غاړې ټينگې نه شي،ښايي د سيند پر غاړه بنسټيزې پروژې او ان حيرتان،او شير خان بندرونه هم په اوبو لاهو شي.

(( که د ژغورلو لپاره بوديجه نه وي ،څرگنده ده چې ويجاړتيا رامنځ ته کيږي،کلي هم له گواښ سره مخامخ دي، او که هيڅ ونه کړو حيرتان بندر له گواښ سره مخامخ دى ،شيرخان بندر له گواښ سره مخامخ دى،له امو بندر نه چې کوم کانالونه بيل شوي هغه له گواښ سره مخامخ دي د بيلگې په ډول شهروان يادولاى شو، چې د امام صاحب ټوله ولسوالي خړوبوي همدا راز شورتېپه،قرقين او خماب دا ټول ويجاړيږي.))

امو سيند چې د افغانستان په شمال کې څپاند دى،د سيمې لوى سيند بلل کيږي

د دې سيند اوبه هر کال د ژمي او پسرلي په وختونو کې مستيږي،او د افغانستان په بېلا بيلو سيمو کې خپلې غاړې ويجاړوي.

د افغانستان په جلا سيمو کې د دغه سيند د غاړو ځنگلونه له منځه وړل او د تاجکستان له خوا د خپلو غاړو پخول د دې لامل شوي چې سيند د افغانستان سيمې لاهو کړي.

امو سيند چې ١٢٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري په بدخشان کې له پامير غره سرچينه اخلي او چې له تخار،کندز، جوزجان او بلخ ولايتونو تيرشي،د ترکمنستان خاورې ته ننوځي.