کرزی له تاجکستان سره درې تړونونه لاسليکوي

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر حامد کرزی نن په دوه ورځني سفر ګاونډي هېواد تاجکستان ته ولاړ.
د افغان چارواکو په وینا دا تاجکستان ته د افغان ولسمشر اووم رسمي سفر دی او حامد کرزی به له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا سربېره پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، نشه يي توکي او د پولو امنيت دوه هغه مسلې دي، چې دواړه هېوادونه يې له ډېره وخته د کابو کولو هڅې کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی وايي دواړه مشران به هڅه وکړي چې خلکو ته د تګ راتګ او سوداګرۍ چارې اسانه کړي:
"په دغو مهمو موافقو کې د ماین پاکۍ موضوع، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیمې خدمتونه او دغه راز د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوو برابرول، شامل دي".
تاجکستان تر پاکستان وروسته له افغانستان سره اوږده پوله لري چې څه د پاسه ۱۲۰۰ کیلومترو ته رسیږي او ډېره برخه یې د آمو سیند په وسیلې سره بېله شوې ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتره راکړه ورکړه د دوو نویو جوړو شویو پلونو له لارې کیږي او زیاتره افغانان هم د شیرخان بندر له لارې تاجکستان ته سفر کوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي، لرغونې او کلتوري اړیکې شته چې په ورستیو کې یې سیاسي اړیکې هم ډېرې پراخې شوې دي.
دغه راز انرژي، ترانزیت او سوداګري هم د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا ټینګېدو لامل بلل کیږي.
پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال هم ګڼ شمېر تاجک وګړي د افغانستان له ژبې او کلتور سره د اشنايي له امله دغه هېواد ته ورغلي وو.
دوی له شوروي ځواکونو سره تر ډېره د ژباړې او فرهنګي سلا مشورو په برخو کې کار کاوه.








