مصری شهزاده او افغانه شهزادګۍ واده کوي

د مصر شهزاده محمد علي او د افغانستان شهزادګۍ نوال ظاهر د خپل شانداره واده په تېاریو بوخت دي.
دا جوړه به چې د ۲۰۱۳م کال د اپریل پر ۲۷ مه نامزاد شول، د اګست پر ۳۰ مه واده وکړي.
واده به په ترکیه کې د سیراګان په قصر کې چې په استانبول سټرېټ کې موقیعت لري ترسره شي.
نوال ظاهر په ۱۹۸۰ م کال د اېټالیا په پلازمېنه روم کې زېږېدلې ده. شهزادګۍ نوال د محمد داود پښتونیار لور ده چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه او ملکې حمیرا پنځم زوی و.
نوال ظاهر د فرانسې له مشهور پوهنتون او انستیتوټ سېنټ ډومیمنک څخه د اروپایي سوداګرۍ دیپلوم ترلاسه کړی دی.
هغې د لندن په وېب سټر پوهنتون کې د ګاڼو د ډیزان په برخه کې تخصص هم کړی دی.
د شهزادګۍ نامزاد محمد علي په ۱۹۷۹م کال کې په قاهره کې زېږېدلي دی.
نوموړی د مصر د پخواني پاچا دوهم فواد زوی دی.
شهزاده محمدعلي په پاریس کې اوسېږي او د ملکيتونو د پېر او پلور په سوداگرۍ بوخت دی.
شهزادګۍ نوال ظاهر او شهزاده محمدعلي په لومړي ځل په استانبول کې د رخصتیو پرمهال سره لیدلي و.
د محمد او نوال پیوند او واده په څیر ودونه اوس مهال د شاهي کورنیو ترمنځ ډېر نه لیدل کېږي، خو پخوا داسې ودونو ډېر رواج درلود.








