ننګرهار: د مشرانو جرګې د مشر سکرتر وژل شوی

 للمه د جلال اباد ښار جنوب ته پرته نا امنه سیمه ده.
د عکس تشریح، للمه د جلال اباد ښار جنوب ته پرته نا امنه سیمه ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار سکرتر شفیق الله تېر مازیګر( مې ۲۷) دجلال اباد ‌ښار سهيل ته په چپليار ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلى دى.

نوموړی د چپلیار ولسوالۍ د للمې سیمې اوسېدونکی و او له تېرو اتو کلونو راهیسې د سکرتر په توګه د افغانستان مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلمیار سره په دنده بوخت و.

للمه د جلال اباد ښار جنوب ته پرته نا امنه سیمه ده.

فضل هادي مسلميار ته نژدې سرچينې وايي د مشرانو جرګې د مشر سکرتر د چپليار ولسوالۍ د للمې سيمې ته خپل کور ته تللى وو، چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

تر دې دمه کومې حکومت مخالفې ډلې د دې وژنې مسووليت نه دى منلى.

د ننګرهار چارواکي وايي تر دې دمه د پېښې لامل نه دى روښانه او په وينا يې دوې يې پلټنې کوي.