
په دغه ولایت کې شاوخوا درې کاله مخکې هم د ورته څارګرې الوتکې په برید کې یو طالب وژل شوی و.
د افغانستان په شمال ختيځ کندوز ولایت کې یوې څارګرې الوتکې دوه کسان وژلي دي.
د کندوز امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي وايي، دغه برید تېره ورځ (دوشنبه/دسمبر ۳۱) ماښام مهال ددې ولسوالۍ په کونچک کلي کې شوی دی.
نوموړي د یوه وژل شوي عمر ۲۵ او د بل ۱۸ ښودلی دی.
ښاغلی قریشي زیاتوي، چې په وژل شوو کې یو یې د ملي امنیت په راپورونو کې طالب معرفي شوی، خو دویم یې لا نه دی معلوم شوی.
د سیمې خلک وايي، وژل شوي دواړه د سیمې اوسېدونکي دي، چې په وینا یې په ښکار بوخت وو.
خو په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ادعا کړې، چې وژل شوي دواړه اورپکي دي.
دغو ځواکونو بي بي سي ته په یوه رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې پرون (دوشنبه) ووژل شول.
ایساف ویلي، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونه هم ورسره شریک وو.
بهرنیو ځواکونو د وژل شوي اورپکي نوم نورالله خان یاد کړی، چې وايي په شاکر هم مشهور و.
دغه ځواکونه ادعا کوي، چې نورالله خان په کندوز ولایت کې پر اورپکو د وسلو د وېشلو دنده لرله.
د کندوز امام صاحب ولسوالۍ په ګډون ددغه ولایت د مرکز او پنځو نورو ولسوالیو امنیتي چارې په تېر اوړي کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
په دغه ولایت کې شاوخوا درې کاله مخکې هم د ورته څارګرې الوتکې په برید کې یو طالب وژل شوی و.












