امریکايي ډرون د شمالي وزیرستان له مرکز میرانشا څخه ۱۴ کیلومتره لېرې تپايي نومي کلي کې یو کور په توغندیو وېشتلی، چې په پایله کې دوه بهرنیان وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې وژل شوي کسان عرب دي. د دوی په وینا د برید له امله د کور یوه برخه ویجاړه شوې.
ځايي چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شویو کسانو کې کوم مهم شخصیت شته او که نه. ځايي چارواکي وايي په نښه شوي کور ته له تېرو دوو کلونو راهیسې بهرنیانو تګ راتګ درلود.












