
تر اوسه چا د بريد پړه نه ده منلې.
د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې ځانمرګي برید لږترلږه پنځلس کسان وژلي دي.
د کندوز ولایت امنیه قومندان جنرال سمیع الله قطره ویلي، چې برید د کندوز ښار په څلورلاره کې ماسپښین درې بجې وشو.
نوموړی وايي، چې په برید کې اووه پولیس او اته ولسي وګړي وژل شوي.
خو د کندوز روغتیايي سرچینو ویلي چې د وژل شوو شمېر تر دېرشو رسېږي، چې ښځې هم په کې شته.
ښاغلی قطره زیاتوي، چې برید ۲۰ نور کسان ټپیان کړل.
د کندوز امنیه قومندان ولي، چې ښايي د مړو شمېر ډېر شي.
ولايتي چارواکي وايي بريد پر هغو امنيتي ځواکونو شوی چې د مظاهرې لپاره د امنيت په خوندي کولو بوخت ول.
د بريد پر مهال دغه ځای له ملکيانو ډک وو.
تر اوسه چا د بريد پړه نه ده منلې.
پنځه ورځې وړاندې هم د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ځايي پولیسو یو قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی و.
په دې وروستیو کې افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ډېرې شوي دي.
تېره اوونۍ په ختيځ ولایت ننګرهار کې د جنازې پرمهال یوه ځانمرګي برید ۲۵ ولسي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.












