د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي، د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ځايي پولیسو یو قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د چهار درې ولسوال محمد زلمي فاروقي بي بي سي ته وویل: د هغه ماین په چاودنه کې چې په سړک کې خښ کړل شوی و، یو سرتېری هم وژل شوی دی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی دی او وايي ۱۲ تنه پولیس يي وژلي دي، خو په کندوز کې چارواکو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.












