
ځايي چارواکو تاييد کړې چې وژل شوي کسان ملکيان دي.
د افغانستان له ختيځ نه راپورونه وايي چې د نورستان په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه هوايي بريد پنځه کسان وژلي دي.
وژل شوي چې دوه يې ښوونکي دي د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې غوښتل يې وانټ وايګل ته لاړ شي.
د کونړ او نورستان ولایتونو تر منځ د غځېدلې لار په اوږدو کې اکثر د ناامنیو پېښې رامنځ ته کېږي، چې له امله یې په دا وروستیو کې دغه لار تر ډېره تړلې پاتې شوې.
د نورستان چارواکي د لارې په نه خونديتوب د کونړ هغه ملامتوي او وايي چې د پارون لار د کونړ په چپه دره کې تړل شوې.
"د کونړ او نورستان ولایتونو تر منځ د غځېدلې لار په اوږدو کې اکثر د ناامنیو پېښې رامنځ ته کېږي، چې له امله یې په دا وروستیو کې دغه لار تر ډېره تړلې پاتې شوې."
د نورستان والي تميم نورستانى په دا وروستیو کې وویل، چې د دغې لارې نا خوندي حالت د پارون او نورو سيمو وګړي کلک اغېزمن کړي.
بل لور ته د کونړ چارواکو وویل، چې نورستان ته د ورغځېدلې لارې د بشپړخونديتوب لپاره يې هڅې پيل کړي او ډېر ژر به د افغان پوځ سرتېرې د سيمې د امنيت لپاره ورشي.
ځايي چارواکو تاييد کړې چې په هغه پېښه کې، چې نن پنج شنبه( د نومبر ۶) رامنځ ته شوه، وژل شوي ملکيان دي، خو ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا د کونړ په څنګلوري ولايت نورستان کې چارواکي وايي د بې پيلوټه الوتکو درې بريدونو نهه وسله وال وژلي دي.
امنيتي چارواکي وايي دغه بريدونه د کامدېش په بازګل سيمه کې شوي دي. د افغان حکومت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.












