د بګرام زندان چارې افغانانو ته وسپارل شوې

د خپريدو وخت: 05:29 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

افغانانو ته د بګرام زندان سپارل، ډګروال روبرت تراداش

په افغانستان کې د تر ټولو لوی امریکايي بګرام زندان چارې افغانستان ته ولېږدول شوې.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په افغانستان کې د تر ټولو لوی امریکايي بګرام زندان چارې افغانستان ته ولېږدول شوې.

د لېږد په دغو مراسمو کې د ۳۰۸۲ بندیانو مسؤولیت افغانانو ته وسپارل شو.

ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې د هغو ۶۰۰ بندیانو مسؤولیت هم افغانانو ته وسپارل شي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې بهرنیو ځواکونو نیولي او له ځان سره یې ساتلي دي.

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر عنایت الله نظري دغه ورځ د خپل هېواد لپاره له افتخاره ډکه ووبلله.

هغه وویل، چې افغان حکومت په پشپړ ډول د دې چمتووالی لري، چې د دغه زندان چارې پرمخ بوځي:

''د خوشالۍ ځای دی چې د افغان بندیانو چارې پخپله افغانانو ته سپارل کېږي او موږ یې د مراسمو شاهدان یو. ''

د لېږد په مراسمو ګڼ شمېر افغان چارواکو ګډون کړی و.

'د افغانستان ګوانتانامو'

که څه هم دغه زندان د بګرام په زندان شهرت لري، خو رسمي نوم یې د پروان زندان دی.

خبریالان وايي، امریکا افغان چارواکو ته ددغه زندان له بشپړو سپارلو له دې اړخه اندېښڼه لري، چې ګني د القاعدې او اورپکو په تور نیول شوي مهم بندیان به خوشي کړای شي.

بګرام زندان د ځينو افغانانو په منځ کې د 'افغانستان ګوانتانامو' په زندان هم شهرت لري، ځکه چې وړاندې په کې د بندیانو د سختې شکنجې خبرونه ورکړل شوي وو.

په پام کې ده چې تر ۲۰۱۴ پورې له افغانستان څخه ټول جنګېدونکي ناټو سرتېري ووځي.

بګرام زندان

News image
  • د بګرام زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان يې په کې ساتلي.
  • له دغه زندانه تر اوسه د لېږد بهير له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰۰ بندیا ن افغان حکومت ته سپارل شوي.
  • دغه زندان ته څېرمه د امریکايي ځواکونو یوه هوايي اډه هم پرته ده په ۲۰۰۲ کال کې په دغه زندان کې د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور ورکړل شو.
  • دغه زندان په ګوانتانامو کې د امریکايي او عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل شوی دی.
  • د ۲۰۰۲ په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان وتښتېدل.

وړاندې بشري حقونو د بګرام زندان کې د بندیانو پر شکنجې اندېښنه ښودلې ده.

دوه ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له عممي قومندان جنرال جان الن سره د بګرام زندان د سپارلو په تړاو خبرې کړي دي.

ولسمشر کرزي افغانانو ته ددغه زندان سپارل د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

بګرام له کابله څلویښت کیلومتره لیرې په شمالي پروان ولایت کې پروت دی.

پروان کې د امریکايي ځواکونو یو هوايي ډګر هم شته، چې له هماغه ځایه یې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو لپاره پلانونه جوړول.

په بګرام زندان کې تر درو زرو ډېر کسان بندیان دي، چې ګڼ یې بهرني تورن کسان دي.

د ناټو ځواکونو یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې تر اوسه په سلو کې یوه برخه نیونې هم د افغان چارواکو تر څارنې لاندې نه ترسره کېږي.

جیمي ګریبیل وايي، چې د زندان تر سپارل کېدا وروسته به امریکا د تورنو کسانو نیولو ته دوام ورکړي، خو نیول شوي کسان به تر دې وروسته په هغو زندانونو کې د ساتلو لپاره افغان چارواکو ته سپاري، چې افغانانو ته یې چارې سپارل شوې.

په ۲۰۱۰ کال کې بي بي سي له یو لړ هغو پټو چارو پرده پورته کړه، چې ګني بګرام زندان کې بندیان شکنجه کېږي.

وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پټ زندان په اړه هم راپور ورکړل شوی، خو امریکا دا راپور رد کړی دی.

د بګرام زندان د لېږد بهير له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ زندانیان له دغه زندان نه افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>