
په بګرام زندان کې د لسګونو پاکستانیانو په ګډون سلګونه افغانان بندیان د بهرنیانو له خوا ساتل کیږي.
ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ (سپتمبر لسمه) د بگرام د امريکايي زندان چارې افغان حکومت ته وسپارل شي.
په دغه زندان کې تر زرو زيات بنديان دي چې يو شمېر يې بهرنيان دي.
د زندان چارې يو کال وړاندې د افغان او امريکايي پوځ ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ سپارل کيږي.
که څه هم د ولسمشرۍ له دفتر خپرې شوې اعلاميې کې په څرگند ډول ويل شوي دي چې کله د بگرام زندان ورسپارل کيږي، بيا به امريکا يان افغانستان کې هېڅ ډول زندان کنټرول نه لري.
خو وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې امريکايان غواړي ددې زندان يوه برخه له ځانه سره وساتي.
بګرام زندان
- د بګرام زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان يې په کې ساتلي.
- له دغه زندانه تر اوسه د لېږد بهير له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰۰ بندیا ن افغان حکومت ته سپارل شوي.
- دغه زندان ته څېرمه د امریکايي ځواکونو یوه هوايي اډه هم پرته ده په ۲۰۰۲ کال کې په دغه زندان کې د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور ورکړل شو.
- دغه زندان په ګوانتانامو کې د امریکايي او عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل شوی دی.
- د ۲۰۰۲ په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان وتښتېدل.
د بگرام د زندان چارې په داسې حال کې افغان لوري ته سپارل کېږي چې حکومت په دې تورن دى چې نورو زندانانو کې يې د بنديانو وضعې ته پام نه دى کړى.
د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر حامد کرزي د امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان الن او امریکايي سفیر سره په خبرو کې د بګرام زندان سپارل یو پرمختګ وباله.
په افغانستان کې یوه نړیوال بنسټ په خپل تازه خپاره شوي رپوټ کې ویلي وو، چې د بګرام زندان د لېږد پر سر لا هم د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اختلافات شته دي.
د پرانیستې ټولنې اداره (Open Society) وايي په خپل رپوټ کې یې موندلي چې امریکا غواړي د دغه زندان له لېږد وروسته دوه بلاکونه لا هم د خپلو بندیانو د ساتلو لپاره له ځآن سره وساتي.
ناقانونه
په همدې حال کې پر اساسي قانون د څار کمیسیون وړاندې ویلي وو، له ټاکل شوې مودې وروسته د بهرنیانو له خوا په افغانستان د یوه زنداني ساتل د افغانستان له اساسي قانونه سرغړونه ده.
د دغه کمیسیون مشر، قاضي ګل رحمان وايي، امریکا باید د شوي پرېکړه لیک درناوی وکړي.
د بګرام زندان د لېږد بهير له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ زندانیان له دغه زندان نه افغان حکومت ته سپارل شوي دي.
دا زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان يې په کې ساتلي دي.












