ټاکل شوې سبا ته د بگرام د امريکايي زندان چارې افغان حکومت ته وسپارل شي. په دې زندان کې له زرو زيات بنديان دي چې يو شمېر يې بهرنيان دي.
د زندان چارې يو کال وړاندې د افغان او امريکايي پوځ ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ سپارل کيږي.
که څه هم د ولسمشرۍ له دفتر خپرې شوې اعلامېې کې په څرگند ډول ويل شوي دي چې کله د بگرام زندان ورسپارل کيږي بيا به امريکا يان افغانستان کې هيڅ ډول زندان باندې کنترول نه لري.
خو وړاندې داسې راپورونه ورکړ شوي وو چې امريکايان غواړي ددې زندان يوه برخه له ځانه سره وساتي.
د بگرام د زندان چارې په داسې حال کې افغان لوري ته سپارل کيږي چې حکومت په دې تورن دى چې نورو زندانانو کېې ېې د بنديانو وضعې ته پام نه دى کړى.












