د بګرام او ګوانتانامو پخوانیو زندانیانو څرګندونې

د خپريدو وخت: 18:59 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

غلام محمد هوتک

حاجي غالب، د ګوانتانامو زنداني

حاجي غالب، چې شاوخوا پنځه مياشتې يې په بګرام او ۴ نيم کاله يې په ګوانتانامو کې تېر کړي، وايي د ادارې له سپارلو وړاندې بايد په سم ډول د زندان پر چارو افغانان روزل شوی وی.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

بګرام زندان نه داسې خوشي بنديان هم شته، چې وايي د دغه زندان له لېږد وروسته به زندانيانو ته لږ تر لږه دا نهيلي نه وي، چې په خپل ټاټوبي کې د بهرنيانو په زندان کې بنديان دي.

غلامحمد هوتک په بګرام زندان شاوخوا دوه نيم کاله زندان تېر کړی دی.

نوموړی زموږ له همکار حفيظ الله معروف سره په مرکه کې افغان لوري ته د زندان پرلېږد خوښي څرګندوي او وايي چې دغه زندان بايد لا پخوا افغانانو ته سپارل شوی وی.

حاجي غالب

حاجي غالب، د ګوانتانامو زنداني

حاجي غالب، چې شاوخوا پنځه مياشتې يې په بګرام او ۴ نيم کاله يې په ګوانتانامو کې تېر کړي، وايي د ادارې له سپارلو وړاندې بايد په سم ډول د زندان پر چارو افغانان روزل شوی وی.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د بګرام زندان يو شمېر پخواني زندانيان اندېښنه لري، چې له زندان سپارلو وروسته کېدی شي د زندانيانو خوشي کولو چارو کې د اداري فساد او رشوت راکړې ورکړې چاره دود شي.

دوی دا هم وايي، چې د افغانانو تر واک لاندې زندان کې به له زندانيانو سره ناوړه چلند هم کېږي.

حاجي غالب، چې شاوخوا پنځه مياشتې يې په بګرام او ۴ نيم کاله يې په ګوانتانامو کې تېر کړي، وايي د ادارې له سپارلو وړاندې بايد په سم ډول د زندان پر چارو افغانان روزل شوی وی او وروسته يې چارې افغان لوري ته لېږدول شوی وی. حاجي غالب زموږ له همکار حفيظ الله معروف سره غږېدلی او پر سر کې د زندان پر کړاونو خبرې کوي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>