په پام کې ده چې په راتلونکو څو ساعتو کې په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د ستر زندان واگې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د بگرام په زندان کې چې په افغانستان کې تر ټولو ستر زندان ياديږي په سلګونه هغه بنديان ساتل کيږي چې د طالبانو او القاعده شبکې سره د تړاو په تور نيول شويدي .
تر نن پورې دغه زندان د امريکايي ځواکونو په واک کې و او څارنه به يې هم د همدغو ځواکونو له خوا کيدله .
افغان لوري ته د دغه زندان د واگو د سپارلو پر سر هوکړه له نن نه شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د افغانستان د دفاع د پخواني وزير عبدالرحيم وردگ او په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ميشتو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن تر منځ شوې وه .












