نړیوال بانک کلي والي سړکونو لپاره وړیا مرسته وکړه

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
نړيوال بانک له افغان حکومت سره د کلي والي سړکونو د جوړولو په موخه ۱۲۵ميلونه ډالره وړيا مرسته وکړه.
د افغانستان د ماليې وزارت مرستيال مصطفى مستور د تړون د لاسليکلو پر مهال وويل چې د دغې پروژې له کبله به له يوه اړخه کلي له کليو او ولسواليو سره وتړل شي او له بل پلوه به وگړي بازارونو او مارکېټونو ته لاس پيدا کړي.
د دغې پنځه کلنۍ پروژې بشپړ لگښت ۳۳۲ ميلونه ډالره اټکل شوى، چې پاتې ۲۰۷ ميلونه ډالر به يې د افغانستان د بيا رغاونې د صندوق له بودجې نه ورکول کيږي.
کليوالي سړکونه جوړول، پخول او د هغو خوندي ساتل د هغو ۲۲ پروژو له ټولگې څخه يوه پروژه ده چې افغان حکومت توکيو غونډې ته وړاندې کړې وې.
نړيوال بانک هم په ياده شوې غونډه کې ژمنه کړې وه، چې د څلور کلونو لپاره به هر کال افغانستان ته ۱۵۰ميلونه ډالره وړيا مرسته ور کوي.
دا دى د مرستندويانو له ډلې څخه ياد شوى بانک تر نورو ژر رامخې ته شو او د افغانستان د کليوالي سړکونو د جوړولو په موخه يې له دغه هېواد سره د ۱۲۵ميلونو ډالرو وړيا مرستې تړون لاسليک کړ.
د افغانستان د ماليې وزارت مرستيال مصطفى مستور د تړون د لاسليکولو پر مهال وويل چې دا پروژه د خلکو اړيکو او کار موندنې ته ډېره اړينه او گټوره ده.
"د افغانستان کليو ته د لاس رسى، يانې د کليوالي سړکونو بنسټيزه موخه د کليوالي سړکونو جوړول او خوندي ساتل دي. هغه هم په دې توگه چې دغه سړکونه کال ۱۲ مياشتې پرانیستې وي. همدا راز يو کلى بايد له بل کلي سره او يوه ولسوالۍ له بلې ولسوالۍ سره وتړي. بله دا چې روغتيايي مرستو، پوهنې او نورو بنسټيزو اسانتياو ته لاس رسى پيدا کړي. سر بېره پر دې بايد په کليوالو سيمو کې کارونه رامنځ ته شي، چې خپله کليوال خلک ترې گټه واخلي".
د کليوالو سړکونو د جوړولو پروژه په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې پيل شوې ده، چې تر دې مهاله د افغان چارواکو په وينا په دې ترڅ کې ۱۰ نيم زره کيلومتره کليوال سړک جوړ شوى.
همدا راز د ۱۹۰۰۰ مترو په اوږدوالي سره ۶۲ پولونه جوړ شوي.
سربېره پر دې د۷۷۰۰۰ مترو په اوږدوالي سره پلچکونه او واړه پلونه هم جوړ شوي دي.
چارواکي ادعا کوي چې په دې لړ کې يې ۱۶ ميلونه کاري ورځې هم رامنځ ته کړې دي.
له ۲۰۰۲ميلادي کال راهيسې د چارواکو په وينا پر دغه پروژه تر دوو ميلياردو ډالرو ډېر لگښت راغلى دى.
د پروژې پاتې لگښت ۳۳۲ ميلونه ډالره اټکل شوى چې ۱۲۵ ميلونه يې دا دى نړيوال بانک ورکړلې.
پاتې ۲۰۷ ميلونه ډالره به يې د افغانستان د بيا رغاونې د صندوق له بودجې نه ورکول کيږي.
د پروژې پلي کول د د کليو د پراختيا او بيا رغاونې، او فوايد عامې وزارتونو پر غاړه دي.
په پام کې ده چې دا پروژه په پنځو کلونو کې بشپړه شي، خو نا امني، ستونزمنه جفرافيه او د کارکونکو شرکتونو ټيټې وړتياوې يې پر لاره ستر خنډونه بلل کيږي.








