کابل ښاروالۍ سړکونو، کوڅو او کورونو ته شمېرې ټاکي

کابل ښاروالۍ دا بهير تير کال پيل کړى و، خو د بوديجې د نشتوالي له کبله په هماغه پيل کې بېرته ودرېدۀ.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، کابل ښاروالۍ دا بهير تير کال پيل کړى و، خو د بوديجې د نشتوالي له کبله په هماغه پيل کې بېرته ودرېدۀ.
    • Author, مصطفی سالک
    • دنده, کابل

د اټکلونو له مخه وسمهال په کابل کې شاوخوا پنځه ميلونه وگړي مېشت دې، او ښار د لا نورې پرمختیا پر لوري درومي.

په بېلابېلو سيمو کې مېنې مخ په جوړېدو دي، سربېره پر دې د خلکو شمېر هم مخ په ډېرېدو بلل کيږي.

خو دا چې لا هم په دغه ښار کې لارې، سړکونه، او کورونه ځانگړې نښې او شمېرې نه لري چې د کابل ښار اوسېدونکو ته يې په گڼو برخو او په ځانگړي ډول د پوسټ په ترڅ کې د ليکونو او کڅوړو د استولو را استلو په برخه کې سر خوږى جوړ کړى دى.

اوس کابل ښاروالي غواړي چې د يوه خصوصي مخابراتي شرکت سره په ملتيا دا ستونزه ددوو کلونو په اوږدو کې غوڅه کړي.

د پروژې د پيل پر مهال د کابل ښاروال محمد يونس نو انديش بي بي سي ته وويل چې دا چاره به سربېره پر پوسټ د امنيت خوندي کولو او ښاري خدمتونو په برخه کې هم گټوره پرېوځي.

سره له دې چې له نوې ټکنالوژۍ سره په کال ښار کې ډير کسان د ليکونو پر ځاى بريښنا ليگونه استوي،خو بيا هم د رسمي کاغذونو، کڅوړو، او نورو گڼو څيزونو استولو را استولو اسانتياوې د پوست خونو له خوا برابريږي.

خو دا چې په وسني پراخ کابل ښار کې به دا چاره په څومره برياليتوب سره تر سره کيږي،وخت به يې پر ډاگه کړي.

دا پروژه کابل ښاروالۍ تير کال پيل کړې وه ،خو ايله په مکروريانو او وزير اکبر خان مينه کې يې يو شمير کورونو او کوڅو ته نومونه ورکړل، او نور د بوديجې د نشتوالي سره مخامخ شو، دا ځل پروژه د يو خصوصي افغان مخابراتي شرکت په مالي لگښت سره پيل شوه.

اټکل کېږي چې ددغه بهير په بشپړتيا سره به، ټکسي چلوونکو، او نويو راغيلو کسانو ته هم اسانتياوې ور په برخه کړي.