د کابل بانک تر نيمايي ډيرې ورکې پيسې موندل شوي

افغان حکومت اوس په دې توانېلی چې تر نیمايي ډېر پورونه بېرته ترلاسه کړي.
د عکس تشریح، افغان حکومت اوس په دې توانېلی چې تر نیمايي ډېر پورونه بېرته ترلاسه کړي.
    • Author, خوشحال تايب
    • دنده, کابل

افغانستان بانک وايي د کابل بانک تر نیمايي ډېر پورونه یې بېرته ترلاسه کړي دي، چې دوه کاله وړاندې له مالي بحران سره مخامخ شوی وو.

د افغانستان بانک د مشر په وینا تر دې دمه یې ۵۵۳ میلیونه ډالره پورونه تر لاسه کړي خو لا هم څه باندې ۴۰۰میلیونه پورونه پر ځای پاتې دي.

چارواکي وايي پاتې پورونه به د کابل بانک د موضوع په تړاو د ځانګړې محکمې له لارې ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک چارواکو په وینا، د روان میلادي کال تر اګست میاشتې به د کابل بانک چارې خصوصي برخې ته وسپاري.

د کابل بانک له مالي بحران څخه چې په افغانستان کې تر ټولو ستر خصوصي بانک بلل کیږي دا دی نژدې دوه کاله تېریږي.

افغان حکومت اوس په دې توانېلی چې تر نیمايي ډېر پورونه بېرته ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک د رسمي شمېرو له مخې د کابل بانک د څه باندې ۹۰۰ میلیونو ډالرو پورونو له ډلې یې ۵۵۳ میلیون يې بېرته ورکړل شوي دي.

د افغانستان بانک مشر نور الله دلاوري د شنبې په ورځ (د جون ۱۶) له خبریالانو سره په خبرو کې د دغو پورونو د لاسته راوړل، د کابل بانک د بحران په حلولو کې یو ستر ګام وباله.

ښاغلي دلاوري ترلاسه شوي پورونه داسې په ګوته کړل:

"ټولې نغدې پیسې چې د کابل بانک د پورونو په تړاو تر اوسه ترلاسه شوي څه باندې ۱۲۸ میلیونو ډالرو ته رسیږي، د څه باندې ۲۳۵ میلیونو ډالرو پورونو په مقابل کې ضمانت اخیستل شوی دی. په افغانستان کې د منقولو او غیر منقولو جایدادونو ارزښت چې تر چاڼ لاندې دی ۱۴۵ میلیونه ډالره دی او له افغانستان بهر په ځاګړې توګه په اماراتو کې د جایدادونو اټکلي ارزښت ۴۵ میلیونه ډالره دی، چې ټول ۵۵۳ میلیون ډالره کیږي".

ښاغلی دلاوري وايي د کابل بانک ۴۱۰ میلیون ډالره پورونه یې لا هم نه دي ترلاسه کړي چې د هغه په وینا د ترلاسه کولو لپاره به یې له ځانګړې محکمې د مرستې غوښتنه وکړي.

افغان چارواکي وايي تر اوسه نه شي کولای د ورکو شویو پیسو د اندازې په اړه څه ووايي.

د کابل بانک د ارزونې چارو مشر عبدالحمید محبي په وینا د کابل بانک پورې اړوندو جرمي پېښو څېړنه لا هم پای ته نه ده رسېدلې:

"زموږ هڅه دا ده، هر څومره پورونه چې بېرته ترلاسه کړو دا د افغانستان د خلکو په ګټه ده. دا له وخته مخکې ده چې ووایو څومره پیسې ورکې دي، ځکه له اړوندو کسانو سره کار روان دی نو له همدې کبله نه شو ویلای چې څومره پیسې مو له لاسه ورکړي دي".

د افغانستان بانګ د چارواکو به وینا د روان میلادي کال تر اګست میاشتې به د کابل بانک چارې خصوصي برخې ته وسپاري.

د دغه بانک چارې د مالیې وزرات له خوا پر مخ وړل کیږي.

دوی وايي هر څوک چې د بانکدارۍ قانوني معیارونه پوره کړي، کولای شي دا بانک واخلي.

کابل بانک شاوخوا دوه کاله وړاندې د هغه څه له امله چې د مشرتابه کمزوري او ونډوالو ناوړه ګټه اخیستنه وبلل شوه له مالي بحران سره مخامخ شو.

هغه مهال افغان حکومت د مالي کرکيچ د مخنیوي لپاره دغه بانک ته ۸۲۵ میلیونه ډالره پور ورکړ، چې تر اوسه یې نیمايي برخه بېرته نه ده اخیستې.