'ایران بیا د افغان بندیانو اعدامول پیل کړي'

د عکس سرچینه، Getty
- Author, مصطفى سالک
- دنده, کابل
د افغانستان مشرانو جرگې ويلي دي چې ايران يو ځل بيا د افغان زندانيانو د اعدامولو لړۍ پيل کړې ده.
د جرگې غړو ويل چې د تېرې يوې نيمې اوونۍ په ترڅ کې څلور تورن افغانان اعدام کړي، چې د ځينو مړي يې هم افغانستان ته نه دي پرېښي.
يو شمېر سناتورانو ويل چې ايران د افغانستان او امريکا د تړون د تصويبولو د مخنيوي په برخه کې پاتې راغى، نو اوس د افغانانو په اعدامولو سره ددغې چارې بدل اخلي.
په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام خبره په کال کې څو څو ځله افغانستان کې د حکومت، ولسي وگړو، سياسي گوندونو اندېښنې پاروي، خو بيا هم افغان حکومت تر دې مهاله پر دې نه دې توانېدلى، چې په دې برخه کې له ايران سره يوې کره او پلې کېدونکې پرېکړې ته ورسېږي.
اوس بيا د افغانستان د ولسي جرگې يو شمېر استازو غونډې ته وويل چې ايله د تېرې يوې نيمې اوونۍ په ترڅ کې ايران څلور کسه تورن افغانان اعدام کړي دي.
د مشرانو جرگې د اقتصادي جرگه گۍ مشر عبدالوهاب عرفان وويل چې ايران د يو شمېر اعدام شويو افغانانو د مړو د رالېږدولو مخه هم نيولې ده:
''په ورستيو کې ايران يو ځل بيا په خپلو زندانونو کې د افغان بنديانو اعدامول پيل کړي دي، د تېرې يوې نيمې اوونۍ په ترڅ کې د تخار ولايت څلور کسان اعدام شوي دي، چې د يو شمېر مړي راولېږدول شول، او د ځينو نورو مړو د رالېږدولو مخه نيسي دا په داسې حال کې نه ده چې له بده مرغه زموږ د بهرنيو چارو وزارت په دې برخه کې يو کوچنى گام هم نه ده پورته کړې تر دې چې د يوې اعلاميې په ترڅ کې يې ان له ايرانه د سپیناوي غوښتنه هم نه ده کړې.''
خو نن مشرانو جرگې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د جرگې د نړيوالو اړيکو کميسیون ته وربللى دى چې د نورو خبرو تر څنگه به په ايران کې د افغانانو د اعدامولو پر اړه هم ترې معلومات وغواړي.
له يو شمېر افغانانو سره دا پوښتنه پيدا شوې ده چې ايران دا ځل د څه له کبله دا لړۍ بيا پيل کړه، دې پوښتنې ته د مشرانو جرگې د يو شمېر غړو ځواب دا و چې گواکې ايران د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون د تصويبولو مخه نيوله خو چې موخه يې پوره نه شوه اوس يې داسې له افغانانو بدل اخلي د مشرانو جرگې غړي نثار حارس هم همدغه خبره وکړه:
انتقام
''وروسته تر هغې چې د ايران حکومت د امريکا او افغانستان د ستراتيژيک تړون په برخه کې له ماتې سره مخامخ شو، او په دې ونه توانېده چې خپلو موخو ته په افغانستان کې ورسېږي، اوس يې د انتقام لاره خپله کړې ده، او د افغانانو اعدامول يې پيل کړي دي.''
تېر کال د افغانستان ملي شورا يو داسې قانون هم تصويب کړ چې له نورو هېوادونو سره يې د بنديانو ادلون بدلون ته لاره هواره کړه، خو داسې ښکاري چې افغان حکومت ددغه قانون پر بنسټ هم په ايران کې د افغان بنديانو په اړه له هغه هېواد سره کومې هوکړې ته ونه رسېد.
د افغانستان د ملي شورا يو پلاوى چې تېر کال د افغان بنديانو د ستونزو د هواري په موخه ايران ته تللې و، تر راتلو وروسته يې ويلي وو چې ايران ورسره دا خبره منلې چې د کومو افغان بنديانو دوسيې بشپړې شوي هغوى به افغان حکومت ته سپاري، خو د يوه کال په تېرېدو سره بيا هم په ايران کې کوم بندي افغان خپل هېواد ته نه دي سپارلي.
د ځينو شمېرو له مخه، اوسمهال په ايران کې تر دوو زرو ډېر افغانان د نشه يي توکيو د لېږد او نورو تورونو له کبله زنداني دي چې تر دوه نيم سوو ډېر يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.








