د مولوي ارسلا رحماني پېژند ليک

د عکس سرچینه،
- Author, محمود کوچى
- دنده, له کابله
ارسلا رحماني د محمد دولت زوى له نن نه ٦٨ کاله وړاندې د پکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ کې زېږېدلى و .
هغه خپلې لوړې زده کړې د ديني علومو او فلسفې په برخو کې بشپړې کړې وې او د جهاد پر مهال د محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مرستيال و.
هغه د ملي شورا په دوو وروستيو دورو کې د مشرانو جرگې انتصابي غړى و، خو د تيرو دوو کالو راهيسې هغه د سولې په سترې شورا کې دنده لرله او د دغې شورا د بنديانو د خوشې کولو جرگگۍ مشري يې هم کوله .
ښاغلي رحماني څه موده وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو چې د سولې او ټيکاو د راوستو لپاره هغه مهال ښې زمينې برابريږيداى شي چې قوي هوډ او تکل ورته شوى وي.
کله چې په پېښور کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو حکومت جوړ شو، مولوي رحماني د حج او اوقافو د وزير په توګه او وروسته د برهان الدين رباني په حکومت کې لومړى د حج او اوقافو وزير او وروسته بيا د صدارت د دويم مرستيال په توگه ونومول شو.
نوموړى د طالبانو د واکمنيدو وروسته له هغوى سره يو ځاى شو او د لوړو زده کړو په وزارت کې مرستيال وزير وټاکل شو.
د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د حامد کرزي له حکومت سره يو ځاى شو، لومړى د امريکا په تور نوملړ کې راغى، خو د افغان دولت د پر له پسې غوښتنو وروسته د ده نوم له ١٣ نورو کسانو سره له دغه نوملړه و ايستل شو.
که څه هم طالبانو په ډير چټک غبرگون کې د ده په وژنه کې هر ډول لاس لرل رد کړي، خو ځيني حکومتي چارواکي بيا د نوموړي په وژنه کې طالبان گرموي.
دوی وايي چې طالبانو تېره اوونۍ د الفاروق په نوم د عملياتو د پيل پر هماغه لومړى ورځ ويلي و چې په دغو عملياتو کې به هغوى له بهرنيو سرتېرو تر څنگ لوړپوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو منسوبين، د سولې د عالي شورا غړي او ټول هغه کسان چې د طالبانو پر ضد فعاليتونه کوي، په نښه کړي.
دا رنگه د پاکستان د حکومت له خوا هم په خپره شوې وينا پاڼه کې د ښاغلي رحماني په وژل کيدو ژوره انديښنه ښودلې او د افغانستان د مشرانو جرگې او د سولې د عالي شورا له مشرتابه او غړو سره يې خپله انديښنه شريکه کړيده .








