له امريکا سره د همکاريو افغان تړون لاسليک ته چمتو شو

د عکس سرچینه، AP
د متحدو ايالاتو او افغان حکومت پلاوو له امريکا سره د همکاريو د ستراتيژيک تړون پر ټولو برخو جوړ جاړى وکړ او وايي اوس د لاسليک لپاره چمتو دى.
پر تړون به د دواړو هيوادونو ولسمشران لاسليک کوي خو تر هغه وړاندې بايد د دواړو ملي شوراوې هم پرې سلا شوې وي.
له پلان سره سم به د دوشنبه په ورځ ( د اپريل ٢٣) د افغانستان د ملي امنيت شورا مشر رنګين دادفر سپنتا د دې سند په اړه ملي شوراته معلومات وړاندې کړي.
د امريکا په استازيتوب په کابل کې د هغه هيواد سفير د دغه سند لپاره د اوږدو خبرو په باب وويل:
" ما په ډيرو خبرو اترو کې برخه اخيستې ده خو بې له شکه چې له افغانانو سره په دې موضوع بحثونه او خبرې خورا سختې وې."
دواړو غاړو نژدې يو نيم کال د دغه سند پر لارو چارو خبرې وکړې.
د سند د نسخو د سپارلو پر وخت په لنډو خبرو کې د افغانستان په استازيتوب ډاکټر سپنتا وويل:
"دا سند چې نن بشپړ شو د افغانستان د امنيت، د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره کلک بنسټ جوړوي او دا سند د سيمې د پرمختيا لپاره دى."
له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانېزم د مشورو په موخه، دوديزه لويه جرګه د ١٣٩٠ لمريز کال د لړم په ٢٥مه، په کابل کې جوړه شوې وه، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
دغې جرګې د امريکا له متحدو ايالتونو سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک کول په مشروط ډول ومنل.
د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا او اسلامي او افغاني ارزښتونو، ته درناوی او د شپې له مخې د خلکو د کورونو د تلاشيو او عمليات بندول د يادې جرګې له مهمو شرطونه وو.
ددغه سند د لاسليک پر وړاندې دوه عمده خنډونه ،چې يو يې د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې له خوا عملياتو بندېدل او د هغو افغاني کول او بل يې افغانانو ته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د زندانونو د مسووليت سپارل و.
له ډيرو بحثونو وروسته دغه دواړه چارې افغاني شوې او رسماً په دې اړه د يادو هېوادونو د چارواکيو له خوا هوکړه ليکونه لاسليک شول.








