''وژونکی امریکایی عسکر افغانستان کې محاکمه کړﺉ''

ځينو عيني شاهدانو دا خبره رد کړې چې گوندې وژنه يوه امريکايي پوځي کړې ده، وايي هغوى څو تنه وو او ټول نشه وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځينو عيني شاهدانو دا خبره رد کړې چې گوندې وژنه يوه امريکايي پوځي کړې ده، وايي هغوى څو تنه وو او ټول نشه وو.

د افغانستان چارواکو په افغاني محکمه کې د افغان قاضيانو له خوا د دغه تورن پوځي محاکمه غوښتې ده.

دوى وايي له افغانستان نه بهر د هغه محاکمه به د قهرېدلو غوسه سړه نه کړي.

خو ډېر لږ په امريکا کې په دې باور دي چې دا کار دې عملي شي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه مخکني کلتوري سلاکار جوشوا فوسټ بي بي سي ته وويل چې په ٢٠٠٢ کال کې له افغان لوري سره لاسليک شويو اسنادو امريکايي پوځيانو ته ډېپلماتيک دريځ ورکړى دى.

ښاغلي فوسټ وويل دا لومړى ځل نه دى چې يو امريکايي پوځي په افغانستان کې پر وژنه او يا کوم بل ناوړه عمل تورنېږي، خو په ټولو دغو مواردو کې هغوى له افغانستانه ايستل شوي او بېرته امريکا ته لېږدول شوي دي او د پوځي محکمو له لارې يې دوسيې څېړل شوي دي.

هغه وويل اټکل يې دادى چې دا ځل به هم همدغسې چلند کېږي.

ځکه د هغه له نظره، دا نه يوازې د لاسليک شويو اسنادو حکم دى، بلکه په سياسي دلايلو به هم د امريکا په پوځ او يا حکومت کې څوک ددې زړه ونکړي چې په استثنايي ډول دا کړنلاره واړوي او تورن امريکايى دننه په افغانستان کې محاکمې ته وسپاري.