عمران خان: ایتلافي حکومت افغانستان له کورنۍ جګړې ژغورلی شي

د پاکستان د تحریکِ انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، چې ډېر امکان شته په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.
د کریکټ پخواڼي لوبغاړي عمران خان دا څرګندونې له ''سکای نیوز'' سره په یوه مرکه کې کړې دي.
نوموړي ويلي ''له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې ګډوډي د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته له ګډوډۍ ډېره وي، چې کېدای شي دا کار بیا کورنیو جګړو ته لاره هواره کړي.''
عمران خان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په کابل کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
بل خوا، ښاغلي خان ویلي چې په باور یې ګوند یې په راتلونکو ټاکنو کې د پوره رایو اخیستو توان لري، چې په دې سره به دی د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان ورسوي.
عمران خان د پاکستان پر څارګرې ادارې دا تور لګولی، چې ګني ده ته یې ګواښونه کړي.
خو نوموړی وايي چې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره ددده په ټکو تر مرګه مبارزه کوي.
دی وايي: ''غواړم هلته ژوند وکړم او د خپل هېواد لپاره مبارزه وکړم.''








