د مصنوعي غړو مرکز د معیوبینو مزلونه لنډ کړل

شاو خوا شپږ میاشتې کيږي چې يوې خيريه ټولنې په کونړ کې د مصنوعې انساني غړو د جوړولو کار پيل کړى دی.
د عکس تشریح، شاو خوا شپږ میاشتې کيږي چې يوې خيريه ټولنې په کونړ کې د مصنوعې انساني غړو د جوړولو کار پيل کړى دی.
    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, کونړ

شاو خوا شپږ میاشتې کيږي چې يوې خيريه ټولنې په کونړ کې د مصنوعې انساني غړو د جوړولو کار پيل کړى دی.

دې مرکز ته ډير نارينه او لږې معيوبې ښځې راځي.

ددې راپور د جوړولو په ورځ د مصنوعي غړو د جوړولو دې مرکز ته د دوو زامنو داسې مور چې د خورا ډير زړه سوي وړ ده د مصنوعي لاسونو د جوړولو لپاره راغلې وه.

له شاو خوا پنځه ويشت کلنې معراجې نه له واده وروسته يوې نا علاجه ناروغۍ دواړه پښې اولاسونه پرې کړي دي. اوس په دې هيله راغلې چې که ورته داسې پلاستيکي لاسونه جوړ شي چې د نورو پر اږو له پروت باره يوه څه پر راکم کړي. معراجه دځان په څيرپر نورو دغه ډول ښځو ډيره زوريږي!

د مصنوعي غړو جوړولو په دې مرکز کې يو مشر ډاکټر او يو داسې کس چې په خپله هم معیوب دی کار کوي خو لا هم سځينه کارګره نه لري.

د مرکز مشر د دومره ډير شمير معيوبينو دغړو دجوړولو لپاره د مرکز کارکوونکي پوره نه بولي.

سره له دې چې معيوبو وګړو ته په چارو کې ډيره ونډه نه ده ورکړل شوې خو دغه مرکز معذورو کسان ته لومړي توب ورکوي.

دلته يو داسې کس چې مصنوعي پښه ېې جوړوله راغلى و چې د يو بل روغ دفتر چارې ېې چلولې.

ګل نبي سيار وايي معيوبين که همت ونه بايلي د روغو په څير کار کولى شي!

دسويډن د کميټې په مرسته د مصنوعي غړو پر جوړيدو اوس د کونړ او نورستان د معيوبين له اږده مزله په خلاصيدو دي.

نه يوازې نارينه معيوب بلکې هغه ميرمنې چې د مصنوعي غړو د جوړيدو ليرې مرکزونو ته ېې د تللو توان نه درلود اوس کولى شي چې په خپل ولايت کې پلاستيکي د بدن غړي ومومي.