کندهار: د ګاډي اوښتو د ۳۵ افغانانو ژوند واخیست

ترافيکي پېښه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېر کال هم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یوې ترافيکي پېښې د ۲۲ مساپرو ژوند واخیست او ۳۳ نور په کې ژوبل شو.

د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې ترافیکې پېښې د ۳۵ عامو خلکو ژوند واخیست.

د کندهار ترافیک وايي، پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې هغه مهال په دامان ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې یو ۳۰۳ ډوله بس له خپل تګلوري واوښت.

په پېښه کې ۲۶ عام خلک ټپیان شوي هم دي.

په کندهار کې خبریال مامون درانی وايي، دغه ګاډی له کندهار څخه کابل ته روان و.

سیمه ییز خلک وايي، د احمد شاه ابدالي د شرکت دغه بس د دامان ولسوالۍ په یوه موړ کې د ډېر سرعت له کبله اوښتی دی.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي بي بي سي ته وویل، ټول وژل شوي خلک عام وګړي دي.

که څه هم د کابل- کندهار لویه لاره پخه ده، خو ډېر کله یې په اوږدو کې د سپرلۍ لوی ګاډي ټکر او یا له ډېر سرعته له خپل مسیره اوړي.

ښاغلي ایوبي د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ وښود، خو ویې نه ویل چې په پېښه کې څومره ماشومان او ښځې وژل شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې تېر کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله د ترافيکي پېښو له کبله ۱۳۰۰ کسان وژل شوي. د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.

د افغانستان د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې تېر کال په دغه هېواد کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.

ترافيکي پېښه
د عکس تشریح، په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو د ۱۳۹۰ افغانانو ژوند اخیستی و.

ددغو پېښو اصلي لاملونه د موټرو د شمېر ډېروالی، د سرعت زیات والی، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او په افغانستان کې د سړکونو د مسیر د مخالف اشترنګ لرونکي ګاډي یادېږي.

په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو د ۱۳۹۰ افغانانو ژوند اخیستی و.

اوس مهال په افغانستان کې ۶۰۰ زره موټره ګرځي خو د ترافیک د ریاست چارواکي وایي چې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ نور موټر د افغانستان سړکونو ته راوځي.

تر ټولو خونړۍ ترافیکي پېښه چې یو موټر د ډیر سرعت له کبله له خپلې لارې واوښت، تېر کال د کندهار په دامان ولسوالۍ کې وشوه چې ۲۲ مړه او ۳۳ کسان په کې ټپیان شول.